افغانستان

اوچا له مرستندویه هېوادونو غوښتي په افغانستان کې یې مالي سرچینې تمویل کړي

د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ اداره له مرستندویانو غواړي په افغانستان کې د دغه سازمان د بنسټونو مالي سرچینې تمویل کړي.

اوچا پر ځپله ټویټر پاڼه لیکلي که دا مرستې برابرې شې په افغانستان کې به د مرستې رسولو بهیر دوام وکړي.

له دې مخکې، د خوړو نړیوال پروګرام د بودیجې د کمښت له امله، په افغانستان کې اته میلیونه وګړو ته د مرستې رسولو بهیر لغوه کړی دی.

په افغانستان کې د مخکیني حکومت په سقوط او طالبانو په واکمنېدو سره وزګاري او بې وزلي زیاته شوې او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.