ساینس او ټکنالوژي

د داسې روبات جوړول چې د پاخه عُمر لرونکو وګړو سره مرسته وکړي

شانګهای کې یوه چینايي شرکت انسان ته ورته روبات جوړ کړی چې وکولای شي د تګ راتګ یا د توکو د لېږدولو پر مهال له ډېر عمر لرونکو کسانو سره مرسته وکړي.

دغه وسپنیز بدن لرونکی او له څېرې پرته روبات ښايي په راتلونکي کې د انسانانو د نیکه او نیا ساتونکی شي.

شانګهای کې فوریر انټیلیجنس شرکت یې پر لا زیاتې ودې کار کوي ترڅو وکولای شي په خپلواکه توګه عمل وکړي.

د فوریر انټیلیجنس عمومي مدیر او بنسټ اېښوودونکی زین کوه وايي: «په پرمختللې نړۍ په ځانګړې توګه سنګاپور، چین او جاپان کې وګړي په چټکۍ د زړېدو په حال کې دی. د عمرونو په زیاتېدو انسانان لا زیات ملاتړ ته اړتیا لري. پوره ساتنه او شرایط نشته، له همدې امله موږ د داسې ټکنالوژۍ د رامنځته کولو په حال کې یو چې د ډېر عمر لرونکو کسانو له درملنې او ساتنې سره مرسته کوي.»

د دغو روباتونو یو ډول اوس‌مهال په طبي ټکنالوژۍ کې هم کارول کېږي او له هغو خلکو سره چې لاس او پښې یې په سمه توګه کار نه کوي مرسته کوي.

د فوریر انټیلجنس عمومي مدیر زیاتوي: «زه فکر کوم چې موږ د روغتیايي ساتنو په ځانګړې توګه د ځواک بښلو په برخه کې ډېر ښه کار کوو. له همدې امله ډېر عمر لرونکي یا ناروغان د روبات له ځینو برخو سره اشنا دي. مخکې د ناروغانو د حرکت لپاره یوازې له بازوګانو او پښو ګټه اخیستل کېده او په پای کې به دا روبات خپلواک او د تعامل وړتیا ولري.»

د دغه روبات جوړوونکي وايي، اوس‌مهال دا روبات د پرمختګ په حال کې دی او لومړنۍ بېلګه به یې دوه تر درېیو کلونو پورې چمتو شي. د دغه انسان ته ورته روبات جوړولو موخه دا ده، چې په راتلونکي کې وکولای شي د توکو د لېږدولو یا تګ راتګ پر مهال له ناروغانو او ډېر عمر لرونکو کسانو سره مرسته وکړي.