نړۍ

د محکمې پر حکم د استرالیايي سرتېري د بیا کتنې غوښتنه

د استرالیا د ځانګړو ځواکونو پخواني سرتېري بن رابرټز سمیټ د محکمې د تېرې میاشتې د حکم چې هغه یې د څلورو افغانانو په وژلو تورن کړی و، له سره غور کولو غوښتنه کړې ده.

رویټرز رپوټ ورکړی چې دغه پخواني سرتېري د سه شنبې په ورځ د بیا غور لپاره خپله غوښتنه محکمې ته سپارلې ده.

رابرټزسمیټ چې په افغانستان کې یې د خدماتو له امله د استرالیا تر ټولو لوړ نښان د ویکتوریا صلیب ترلاسه کړی، د ناین انټرټینمنت اړوند درې ورځپاڼې او خبریالان یې په تور لګولو تورن کړي او پرخلاف یې شکایت کړی دی.

خو دغه ورځپاڼې او خبریالان وتوانېدل څلور خپلسري قتلونه چې سمیټ په افغانستان کې د خپل ماموریت پرمهال کړي مستند کړي او محکمې د جون په لومړۍ نېټه د رابرټزسمیټ خلاف حکم صادر کړ.

که څه هم رابرټز سمیټ محکمې ته پر حکم د بیا غور کولو غوښتنه سپارلې؛ خو تراوسه یې په علني توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ناین انتشاراتو مدیر جیمز چسل ویلي چې دا شرکت به د بیا غور کولو له غوښتنې سره مخالفت وکړي.

چسل ټینګار وکړ: «موږ باوري یو چې د فډرال محکمې رایه جامع او پرېکنده ده او پر خبریالۍ پر خپلې ژمنې چې د عمومي ګټو په خدمت کې ده ټینګار کوي.»

دا په داسې حال کې دي چې د استرالیا د فډرال محکمې یوه څارنوال د جون په لومړۍ نېټه د رابرټز سمیټ له خوا د درېیو ورځپاڼو خلاف دوسیه چې نوموړی یې د نښتو له قوانینو په سرغړونې او په افغانستان کې د ملکي وګړو په وژلو تورن کړی و رد کړه.

څارنوال په خپل حکم کې وویل چې ورځپاڼو په خپل راپور کې د پام وړ واقعیت ثابت کړی دی.