ساینس او ټکنالوژي

امریکا کې یوه شرکت د الوتونکي موټر د آزمویلو اجازه ترلاسه کړه

د الوتونکي موټرو جوړېدل تل د راتلونکي لپاره د خلک غوښتنه وه او د «چیتي چیتي بنګ بنګ» او «بلیډ رنر» په فلمونو کې انځور شوي دي.

اوس دا نظریه په واقعیت بدلېږي؛ د امریکا په کلفورنیا ایالت کې الف ایرونوتیکس شرکت ددغو الوتونکو موټرو د آزموینې لپاره محدوده اجازه ترلاسه کړې ده.

د الف ایرونوتیکس شرکت مدیر جیم دَکوف‌ني وايي: «د ځمکې پرمخ یو موټر تصویر کړئ، پورته کېږي او وروسته د موټر د مسافرو برخه پورته کارته او بیا د چلوونکي برخه پورته او تاوېږي. وروسته تاسو د موټر له هر اینچ څخه د وزر په توګه کار اخلئ او یوه کارنده الوتنه به تجربه کړئ.»

د جوړوونکو په وینا، دا یو معمولي موټر دی خو د الوتو ځواک به ولري چې د بریالۍ آزموینې له بشپړېدو وروسته به بازار ته وړاندې شي.

نوموړي زیاته کړې: «طراحي یې په خپله ډېرې خوندي برخې لري، موږ هڅه کوو چې هغه د اوسنیو الوتکو او چورلکو په پرتله خوندي کړو.»

تولیدي شرکت وایي چې ددغه موټر لومړۍ بېلګه د الوتلو توان لري، خو د ترافیکي قوانینو له امله زیات وخت ته اړتیا ده چې ګڼ تولید ته ورسېږي او بازار ته وړاندې شي.

دغه شرکت زیاته کړې، د بریالۍ آزموینې په صورت کې، خلک کولای شي تر ۲۰۲۵ کال پورې دا الوتکی موټر په ۳۰۰ زره ډالره وپېري.