افغانستان

حقاني: له دې امله مو نړۍ په رسمیت نه پېژني چې فرمایشونه یې نه منو

څلوېښت ورځې وروسته د طالبانو حکومت دوه کاله پوره کېږي، داسې حکومت چې له نړیوالې ټولنې سره تطابق نه لري او په افغانستان کې خپلو محدودیتونو ته دوام ورکوي.

په دې دوو کلونو کې د هېوادونو استازو په نړیوالو فورمونو کې د تعامل لپاره حتی له طالبانو سره له نږدې د خبرو اترو غوښتنه وکړه، خو طالبانو ونه منله.

لکه څنګه چې دلته په پکتیا کې د طالبانو د مشرتابه یو له مهمو غړو او د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني وايي، د نړۍ هیڅ غوښتنه نه ده منلې او له همدې امله په رسمیت نه پېژندل کيږي.

سرپرست سراج الدين حقاني زیاتوي: «نن چې موږ موږ په رسميت نه پیژني، همدا لامل دی چې موږ د دوی فرمايشونه نه دي منلي. تر وروستۍ شېبې مو د دوی یوه غوښتنه هم نه ده منلې.»

د ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه، د نشه يي توکو د قاچاق مخنیوی، د یوه ټول ګډونه حکومت جوړول او د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو تامین له طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې له مهمو غوښتنو څخه ياديږي. خو د جون په میاشت کې د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، طالبان لا هم د القاعدې په ګډون د شلو ترهګرو ډلو کوربه دي. له بلې خوا له ټول ګډونه حکومت د هغوی تعریف بل څه دی، نه ټولو سیاسي ډلو ته ونډه ورکول. هغه څه چې نړیواله ټولنه یې تمه لري.

د سیاسي چارو کارپوه سيد اسحق اتمر وايي: «د يو مشروع حکومت راوستل چې د افغانستان ټول وګړي په هغه کې ځانونه وویني، هغه مسایل دي چې که طالبان پرې عمل ونه کړي، زه فکر نه کوم چې نړۍ به یې په رسمیت وپیژني.»

طالبانو د خپلې واکمنۍ په شاوخوا دوو کلونو کې تر ټولو سخت بندیزونه پر ښځو ولګول، په ځانګړې توګه د زده کړو او کار له حق څخه منع کول او محرومول.

د ځینو په اند د طالبانو له خوا د ښځو د اساسي حقونو نه منلو په راتلونکي کې هم د طالبانو په رسمیت پیژندل ناشوني کړي دي.

سیاسي فعال برنا صالحي وايي: «په یو ډول، د بشري حقونو له بنسټونو او د مخالفو سیاستوالو پر وړاندې د دوی کړنې او چلند، چې دوی اجازه ورنه کړه، چې په واک کې برخه واخلي، د دې ښکارندويي کوي، چې د نړیوالې ټولنې غوښتنې به ډېر ژر د طالبانو له خوا ونه منل شي، او د نړیوالې ټولنې لخوا د دوی د حکومت په رسمیت پیژندنه به هم وځنډول شي.»

تر اوسه نړیوالې ټولنې د طالبانو د رسميت پېژندلو په اړه هېڅ بحث نه دی کړی. د لوی اختر په مناسبت د طالبانو مشر ته منسوب غږ کې ملا هبت الله اخندزاده وويل، نړۍ فکر کوي چې طالبانو په زور واک ترلاسه کړی او له همدې امله د دوی حکومت په رسمیت نه پېژني. هغه له طالبانو غوښتي وو چې د نړیوالې ټولنې لا زیاتو فشارونو ته چمتو شي.