سوداګري

د کندهار د انګورو سوداګر په سپين بولدک کې د پوله ساتونکو له ناسم چلنده شکایت لري

د کندهار ولایت سوداګر وایي چې د ورځې ۴۰۰ ټنه انګور د سپین بولدک له لارې پاکستان ته صادرېږي. خو دغه سوداګر پر دې لاره له ګڼو ستونزو شکایت لري.

دا د کندهار ژېړۍ ولسوالي ده چې د انګورو زیات حاصلات لري.

په دې ولسوالۍ کې دا مهال بڼ لرونکي د خپلو حاصلاتو په ټولولو بوخت دي.

یو بڼوال قدرت‌الله وايي: «په دې ورځو کې موږ پاکستان ته د لېږدولو لپاره د انګورو په بسته بندۍ بوخت یوو.»

خو د انګورو د سوداګرو پروړاندې ترټولو مهمه ننګونه د کندهار په سپین بولدک پوله کې چلند دی؛ په دې سیمه کې د انګورو صادراتي کاروان ساعتونه په تمه ولاړ وي.

د انګورو سوداګر سعدالله وايي: «د موټرو هغه کاروان چې انګور پکې بار دي، په ساعتونو په پوله کې ولاړ وي.»

په دې سیمه کې د انګورو یو سوداګر بسم‌الله وايي: «له کرښې سره په دې ګرمه هوا کې انګور خرابېږي او هېڅوک مو هم شکایت نه اوري.»

دا سوداګر خبرداری ورکوي چې که دغه ستونزې حل نه شي، پاکستان ته به د انګورو صادرات له خنډونو سره مخ شي.

تېر کال له کندهاره ټولټال ۲۵۰ زره ټنه تازه مېوه بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې، خو د مسوولينو په وینا سږ کال به د مېوو د زيات حاصل له امله د صادراتو کچه د تېر کال په پرتله زياته وي.