روغتیا

د تخار اوسېدونکي په دې ولایت کې له روغتیايي خدماتو شکایت لري

خدیجې خپل یو کلن ماشوم د درملنې لپاره د تخار ولایتي روغتون ته راوستی دی. هغه وايي چې دا څلورم ځل دی دغه روغتون ته راځي، خو ډاکتران نه شي کولای د هغې د ماشوم ناروغي تشخیص کړي.

یوه ناروغ لرونکې خدیجه وايي: «له هغه وخته چې زېږېدلی یو کلن دی تر درملنې لاندې دی، څلورم ځل دی چې دلته مې راوستی دی خو ناروغي یې نه ده معلومه شوې.»

د تخار دولتي روغتون هره ورځ د تالقان ښار او د ولسوالیو د ګڼ شمېر ناروغانو شاهد وي.

د تخار ځینې اوسېدونکي وايي چې په دې روغتون کې مناسب روغتیايي خدمات نشته او ډاکتران په سمه توګه د ناروغانو درملنه نه کوي او له ناروغ لرونکو فیس اخیستل کېږي.

د تخار اوسېدونکی فضل احمد وايي: «د ډاکتران صاحبانو د پاملرنې غوښتنه کوم ددې لپاره چې زموږ خلک ډېر بې وزله دي.»

د تخار اوسېدونکی محمد نور احمدي وايي: «ډېره رسېدنه نه کېږي، موږ له بهره درمل اخلو، په روغتون کې د اړتیا وړ درمل کم دي.»

ځینې مېرمنې ادعا لري چې د تخار په دولتي روغتون کې یې د ماشومانو د ناروغۍ تشخیص نه کېږی او خلک اړ دي خپل ناروغ ماشومان د درملنې لپاره کابل ته ولېږدوي.

ناروغ لرونکې کبرا وايي: «له دوو کلونو راهیسې ناروغ دی، یوه اونۍ دلته او ۱۵ ورځې په مزارشریف کې بستر و.»

خو د تخار په ولایتي روغتون کې مسوولین وايي، چې په دې روغتون کې د پخوا په پرتله روغتیايي خدمات ښه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې هوا په ګرمېدو سره تخار کې د ناروغانو شمېر زیات شوی دی.