نړۍ

له ترهګرۍ سره د مبارزې او له افغانستان سره د مرستې لپاره د شانګهای د همکارۍ سازمان پر یووالي د مودي ټینګار

د هند لومړي وزیر نرندرا مودي نن سه شنبې د شانګهای د همکارۍ سازمان په آنلاین ناسته کې د ترهګرۍ خلاف د ټولیز اقدام، له افغانستانه پر ملاتړ او نړیوالو ننګونو ته د رسېدنې پر اهمیت ټینګار وکړ.

د شانګهای د همکارۍ سازمان، د اوراسیا یوه سیاسي او امنیتي ډله ده چې د یوه تازه غړي په توګه د ایران په هرکلي سره د خپل نفوذ د پراختیا په لټه کې ده.

مودي په خپله وینا کې له چین، هند، ایران، پاکستان، روسیې او د منځنۍ آسیا له هېوادونو وغوښتل چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له یو بل سره متحد شي او د پرېکنده اقدام پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

نوموړي ټینګار وکړ: «ترهګري د سیمې او نړۍ لپاره لوی ګواښ دی او موږ باید له دغو ننګونو سره د مبارزې لپاره د هغې بڼې ته له پامه پرته پرېکنده اقدام وکړو.»

د هند لومړي وزیر د سیمې پر امنیت د افغانستان د وضعیت پر مستقیم اغېز په ټینګار سره، د هند اندېښنې او تمې چې دا د شانګهای د همکارۍ سازمان د اکثریت غړو ګډې اندېښنې دي بیان کړې.

هغه د بشردوستانه مرستو، د یوه ټولګډونه دولت د جوړېدو، له ترهګرۍ او نشه یي توکو سره د مبارزې، د ښځو، ماشومانو او لږکیو د حقوقو پر خوندیتوب په ټینګار سره وویل چې دا لومړیتوبونه د غړو هېوادونو ترمنځ شریک دي.

مودي د نهم غړي هېواد په توګه د شانګهای د همکارۍ له سازمان سره د ایران یو ځای کېدل، د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي او د افغانستان خلکو ته د خیر غوښتنه وکړه.

سربېره پر دې، بلاروس به د خپلو ژمنو یاددښت لاسلیک کړي چې د راتلونکي غړیتوب لپاره به یې لاره هواره کړي.

په دې آنلاین ناسته کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د چین ولسمشر شي جين پینګ، د منځنۍ آسیا د څلورو هېوادونو مشران او د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي ګډون درلود.

د شانګهای د همکارۍ سازمان لومړی په ۲۰۰۱ کال کې د چین او روسیې له خوا د منځنۍ آسیا هېوادونو په غړیتوب سره جوړ شو، وروسته هند او پاکستان ته پراخ شو. موخه یې د اوراسیا په سیمه کې د لوېدیځ له نفوذ سره مبارزه ده.