نړۍ

د ایران او بلاروس غړیتوب د شانګهای د همکارۍ سازمان مشرانو د خبرو چورلیز

د شانګهای د همکارۍ سازمان مشرانو د سه شنبې په ورځ د هند په کوربتوب آنلاین ناسته ترسره او په دې سازمان کې د ایران د بشپړ غړیتوب او بلاروس د غړیتوب لپاره د لارې موندلو په هکله یې خبرې کېږي.

د چین ولسمشر شي جین پينګ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دغه آنلاین ناسته کې برخه لري.

دا د جون میاشتې په وروستیو کې د واګنر ملېشو له ځپلو وروسته په یوه نړیواله ناسته کې د پوتین ګډون دی.

انتظار می‌رود ایران به عنوان عضو پذیرفته شود، در حالی که بلاروس یادداشت تعهداتی را امضا خواهد کرد که منجر به عضویت آینده این کشور خواهد شد.

د شانګهای د همکارۍ سازمان چې په ۲۰۰۱ کال کې د چین او روسیې له خوا د منځنۍ آسیا هېوادونو په غړیتوب سره جوړ شو د هند او پاکستان په شاملولو سره پراخ شو.

د اتو غړو هېوادونو لرونکی دا سازمان یو سیاسي او امنیتي سازمان دی چې په سیمه کې د لوېدیځ د نفوذ په وړاندې د مقابلې لپاره رامنځته شوی دی.

تمه کېږي چې ایران ددې سازمان د غړي په توګه ومنل شي، په داسې حال کې چې بلاروس به د هغو ژمنو سند لاسلیک کړي چې ددې هېواد د راتلونکي غړیتوب لامل کېږي.

ایران، بلاروس، افغانستان او مغولستان د شانګهای د همکارۍ سازمان ناظر غړي دي او له مسکو سره نږدې اړیکې لري.

د شانګهای له سازمان سره د دغو دوو هېوادونو یو ځای کېدل به په آسیا او اروپا کې ددغه سازمان د نفوذ لمن پراخه کړي.

دا ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي چې نرندرا موډي تازه واشنګټن ته له رسمي سفره راستون شوی دی. ددغه سفر پرمهال موډي او د امریکا ولسمشر جوبایډن ځانونه د نړۍ نږدې شریکان وبلل.

هند اوسمهال د شانګهای د همکارۍ سازمان او په روان کال کې د شل ډلې مشري پرغاړه لري.

د لوېدیځ، چین او روسیې ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا سره په یو وخت، دې موضوع موډي له یوې دیپلوماتیکې ننګونې سره مخ کړی دی.

په دې وروستیو کې پوتین او موډي په ټلیفوني اړیکه کې د واګنر ډلې د ځپل شوې بلوا د پایلو په اړه خبرې کړې دي.

موډي یو ځل بیا په اوکراین کې د نښتو په اړه د خبرو او ډیپلوماسۍ پر اهمیت ټینګار کړی دی.