افغانستان

د خوړو نړیوال پروګرام: تر راتلونکو دوو میاشتو به د افغانستان له خلکو سره زموږ مرستې ودرول شي

د خوړو نړیوال پروګرام د روان زېږديز کال د اکتوبر تر پایه په افغانستان کې د خپلو مرستو د درېدو خبرداری ورکوي.

په افغانستان کې د خوړول نړیوال پروګرام مشر وايي، په راتلونکې یوه میاشت کې له زیانمنو خلکو سره د دې ادارې مرستې کميږي او په راتلونکو دوو میاشتو کې به ودرول شي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشر وايي، پر ښځو د طالبانو بندیزونو د دغه سازمان د مرستو پر کمولو منفي اغېز کړی دی.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشر هسایو وي لي وايي: «دا پنځه میلیونه وګړي دي چې کولی شو د څو نورو میاشتو لپاره يې هم خدمت وکړو، خو له هغې وروسته، موږ لازمې سرچینې نلرو. فکر کوم دا موضوع زموږ د وضعیت بیړنی حالت ښیې.»

یو شمېر اقتصادي کارپوهان له افغانستان سره د خوړو نړیوال پروګرام د مرستو درېدل د اندېښنې وړ بولي او وايي چې د بحران د مخنیوي لپاره باید د مرستو غوښتنه وشي.

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود وايي: «که د خوړو نړیوال پروګرام اړیکي پرې کړي او درې میاشتې وروسته هېڅ مرسته ونه کړي او طالبان هم هیڅ اقدام ونه کړي، وضعیت به لا خراب شي. زما وړاندیز دا دی چې خوراکي توکي دې په سيلو ګانو کې ذخیره شي او په لسو سیلونو کې دې د خوراکي توکو د ذخیره کولو مرکز جوړ شي.»

د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې د بودیجې د کموالي له امله دا بنسټ په افغانستان کې یوازې څلور میلیونه خلکو ته د مرستو رسولو توان لري، په داسې حال کې چې په افغانستان کې پنځلس میلیونه خلک مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د خوراکي مرستو او پروژو پلي کولو لپاره تر مارچ میاشتې پورې یو ملیارد ډالرو ته اړتیا لري.

سياسي کارپوه بهرام رامش وايي: «د دغه سازمان د بودیجې ختمېدل شي به پر افغانستان  منفي مشکلات ولري، په ځانګړې توګه د افغانستان اقتصاد به ستونزمن او د فقر ګراف به لوړ شي، چې په پایله کې به یې خلک ورو ورو افغانستان پرېږدي او موږ به همدارنګه په افغانستان کې د ناامنیو شاهدان واوسو.»

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشر وايي، چې له زیانمنو خلکو سره د مرستو په پای ته رسېدو سره به بيا هم په افغانستان کې پاتې شي او د تغذیې پروژو پر مخ بېولو ته به دوام ورکړي.

هسايو وي لي زياتوي چې خوړو پروګرام نيمايي ګټه اخيستونکي ښځې او نجونې دي.

له بلې خوا، یو شمېر هېوادوال په ځانګړې توګه د بامیان ولایت اوسېدونکي له افغانستان سره د مرستندویه بنسټونو د مرستو د دوام غوښتونکي دي.

تر دې وړاندې ملګري ملتونه په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د ۳،۲ میلیارده ډالرو بودیجې غوښتنوونکي شوي وو، خو د میاشتو په تېرېدو شوې، تراوسه د دغې بودیجې یوازې ۹ سلنه برابرې شوې دي.