افغانستان

د القاعدې په وړاندې مبارزه کې له امریکا سره د طالبانو د همکارۍ تایید

په سپینه ماڼۍ کې د خبرې ناستې پرمهال د امریکا له ولسمشر څخه وپوښتل شول چې له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو کې د ادارې کمزورتیا مني؟ هغه په ځواب کې په ۲۰۲۲ کال کې له خپلې پریکړې دفاع کوي او وايي هغه سمه وه.

جوبایډن دلته د لومړي ځل لپاره دا تاییدوي چې امریکا د القاعدې د ځپلو لپاره له طالبانو مرسته ترلاسه کوي، پرته له دې چې نور جزئیات ورکړي.

د امریکاولسمشر جو بایډن وايي: «ټول شواهد د ترلاسه کېدو په حال کې دي. ياد مو دي چې د افغانستان په اړه مې څه ویلي؟ ومې ویل القاعده باید هلته نه وي، ومې ویل چې له طالبانو مرسته اخلو، اوس څه شوي؟ څه روان دي؟ خپلې رسنۍ وګورئ، زه په سمه وم.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د جوبایډن خبرې په افغانستان کې کې د وسله والو ډلو د نه شتون د تایید په توګه بللي، خو د القاعدې د ځپلو لپاره یې له امریکا سره همکاري نه ده تایید کړې. خو د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل په غبرګون کې ویلي، چې جوبایډن د دوحې هوکړې د محرمو ضمیمو په افشا کولو سره یوه بنسټیزه افشاګري کړې او د واګنر ډلې په څېر متحده ایالاتو په سيمه کې د طالبانو اصلي څېره روښانه کړې.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د داعش، القاعدې او طالبانو د څارنې ډلې پخوانی همغږۍ کوونکی اډمونډ فيټن براون وایي: «تراوسه په افغانستان د القاعدې غړي شتون لري. القاعده د هند په نیمه وچه کې فعاله ده، د القاعدې يوه برخه ده چې په افغانستان کې فعالیت لري. یو ځل بیا له طالبانو سره خورا نږدې اړیکې لري. د څارنې ډلې راپور ښیي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د القاعدې په اړه لارښوونو ته د افغانستان په کمپونو کې روزنه ورکول کېږي.»

د افغان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازي زلمي خلیلزاد ويلي، د جوبایډن څرګندونې د امریکا د ملي امنیت ادارې د نوې ارزونې پر بنسټ شوې دي. ښاغلي خلیلزاد د هغې درې ټکي وړاندې کړل؛ القاعده په افغانستان کې لږې اسانتیاوې لري او کم احتمال لري چې په ۲۰۲۴ کال کې به له افغانستان بهر د مستقیم برید وړتيا ولري. او القاعده په هغه صورت کې چې په نړيواله کچه د بريد پرېکړه وکړي په منځني ختیځ او افریقا کې د خپلو تړلو ډلو په وړتیا حساب کوي.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې کمیټې د جون په میاشت کې په یوه راپور کې وويل، د تیر کال په جولای میاشت کې په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د ایمن الظواهري وژل کیدل په کابل کې ځينې چارواکي په دې باوري کړل چې د دوی له منځه ځینو یې د خپلو بهرنيو ګټو د تامين لپاره د القاعدې مشر تسلیم کړی دی.

په دغه راپور کې راهلي چې طالبانو له دې سره هم له القاعدې سره خپلې اړیکې ټینګې کړي او دغه شبکه د خپل عملیاتي ظرفیت د بیا رغونې په حال کې ده.