افغانستان

د بخښنې نړیوال سازمان بې له قيد او شرطه د مطیع الله ویسا د خوشې کېدو غوښتونکی دی

په داسې حال کې چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان پر ښوونیز نظام په ځانګړې توګه د نجونو لپاره تور سیوری غوړېدلیی؛ مطيع الله ويسا د افغانستان ګوټ ګوټ ته سفرونه وکړل، هلکانو او نجونو ته يې زده کړه ورکړه او کورنۍ يې ښوونځي ته د خپلو ماشومانو لېږلو ته وهڅولې.

خو د طالبانو غبرګون د نوموړي نيول وو. څه باندې درې میاشتې کيږي چې ښاغلی ويسا په بند کی دی. د هغه کورنۍ وايي چې نوموړی د طالبانو د استخباراتو په بند کې دی او له خوشې کېدو يې خبر نشته.

په همدې حال کې د بخښنې نړیوال سازمان بې قيده او شرطه د مطیع الله ویسا د خوشې کېدو غوښتونکی دی.

بخښنې نړیوال سازمان کې د جنوبي اسیا څیړونکی زمان سلطاني وايي: “د بخښنې نړیوال سازمان په جدي توګه د مطیع الله ویسا د بې قيده او شرطه خوشې کیدو غوښتنه کوي. څه باندې درې میاشتې کیږي چې هغه د طالبانو لخوا په غیرقانوني او خپل سري ډول نيول شوی.”

د بشري حقونو د څار نړيواله اداره وايي، د طالبانو له خوا د مطيع الله ويسا نيول او بندي کول د هر هغه چا لپاره وېرونکې نښه ده چې هڅه کوي افغانستان د اوسېدو لپاره په يو ښه ځای بدل کړي. دغه اداره د پوهنې په برخه کې د دغه فعال د ناڅرګند برخلیک په اړه اندېښمنه ​​ده.

د بشري حقونو د څار ادارې څیړونکې هېدر بار په دې اړه ويلي: “د هغه نیول او د بند دوام یې د پولیسو د مرکز د بېلګې یوه برخه ده، دا په حقیقت کې د بشپړې حکومتولۍ لپاره د طالبانو غوښتنه او د هر هغه چا د خاموشه کولو لپاره لېوالتيا ښيي چې له هر لوري کار کوي او د دوی له خوښې سره سمون نه لري.”

د مطیع الله ویسا ترڅنګ د ښځو د حقونو او بشري حقونو یو شمېر فعالانو هم د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د نجونو د زده کړو بهير د بیا پیل لپاره څو ځلې عدالت غوښتنه کړې. خو اوس دغه فعالان وايي، چې د طالبانو له خوا زورزياتي، نيولو او شکنجې عدالت غوښتنه محدوده کړې ده.

مولده توانا د ښځو د حقونو فعاله وايي: “د طالبانو ترهګرې ډلې له لوري په ​​افغانستان کې پر معترضو د د محدودیتونو لګول له بده مرغه ورځ تر بلې زیاتیږي او دا وضعیت د افغانستان د وضعیت د بحراني کیدو لامل کيږي او د طالبانو د جنایتونو په وړاندې د تحرکاتو د نشتوالي لامل کیږي.”

که څه هم طالبانو د لوی اختر په مناسبت ۲۱۰۰ بندیان خوشي کړي، خو د پوهنې فعال مطیع الله ویسا؛ افغان الاصله فرانسوی خبريال مرتضی بهبودي او دوه تنه ټولنيز فعالان رسول پارسي او حسیب احراري په خوشې شویو کسانو کې نه وو او اوس هم بې برخلیکه د طالبانو د استخباراتو په بند کې وخت تېروي.