نړۍ

فرانسه کې د ناکراريو دوام او د لاريون کوونکو له خوا د زيانونو اوښتل

د پوليسو له خوا د يو تنکي ځوان د وژلو په تړاو د فرانسې په ښارونو کې له تاوتریخوالي ډکو لاريونونو پرله پسې درې شپې دوام درلود.

لاريون کوونکو یو شمیر موټرنو، بسونو او د راتلونکي کال د المپیک لوبو لپاره د جوړېدو په حال کې د اوبو يو حوض ته اور ورته کړ.

فرانسوي چارواکو ویلي، د ناکراریو په دوام کې ۲۴۹ پولیس ټپیان شوي او په سلګونو لاريون کوونکي نیول شوي دي.

په همدې حال کې حکومت ویلي چې دوی به په ټول هیواد کې د نظم بيا ټينګښت لپاره ټول اختیارونه وکاروي.

فرانسوي چارواکو ویلي، چې د تېرو درېیو ورځو ناکراریو ډېر زیانونه هم اړولي دي.

 جین کاسټیکس – د پاریس د عامه ترانسپورت مشر وايي: “د ناکراریو په دوو شپو کې، موږ لږترلږه له اوو تر اته ميليونه یورو زيان ليدلی. یو ځل بیا غندو ځکه دوی د عامه خدماتو زړه ته اور اچولی دی.”

د سه شنبې په ورځ، د ناهیل په نوم یو موټر چلوونکی د نانټیګ ښار په یوه ترافیکي تمځای کې د نه دریدو وروسته د پولیسو لخوا په ډزو په نښه شو. له دې پېښې څو ساعته وروسته اعتراض کوونکو له تاوتریخوالي پر ډکو لاريونونو لاس پورې کړ.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جیرالډ دارونین ویلي، د دغه هېواد په ښارونو کې د ناکراریو د مخنیوي لپاره ۴۰ زره پولیس ځای پر ځای شوي او تر اوسه ۶۶۷ کسان نیول شوي دي.

جيرالډ دارونين زياتوي: “نن که سیاسي تصمیمونه او اقدامات ونه شي، ارامي به را ونه ګرځي. موږ د پولیسو د تاوتریخوالي په اړه سیاسي اقدام ته اړتیا لرو.»

د دغه هېواد ولسمشر ایمانویل مکرون په بروکسل کې د اروپايي ټولنې غونډه هم زر پرېښوده چې د خپلې کابینې غونډې ته ورسيږي.

د مارسي، لیون، پاو، تولوز، لیل او نانټګ ښارونو او همدارنګه د پاریس په ځینو برخو کې پرله پسې درې شپې تاوتريخجنې ناکرارۍ وې.