افغانستان

د سیاسي څېرو په اختریزو پیغامونو کې د طالبانو پر سیاستونو نیوکې

په افغانستان کې د ننه او بهر مشهورو سیاسي څېرو په اختریزو پیغامونو کې د طالبانو د سیاستونو او ننګونو پروړاندې غبرګون ښودلی دی.

د احمد مسعود په مشرۍ مقاومت جبهې ویلي، چې طالبان بدلون نه شي کولای او د هغوی د واکمنۍ د پای لپاره د نړیوالې ټولنې پر عملي او جدي اقداماتو سربېره د ټولو ډلو او غوره سیاستوالو یو ځای کېدو ته اړتیا ده.

د مقاومت جبهې په خبرپاڼه کې راغلي: «د دغې ډلې نږدې دوه کلنې واکمنۍ څرګنده کړه چې د طالبانو له وېروونکي او نه بدلېدونکي ذات څخه زموږ پېژندنه سمه او کره وه. له همدې امله یو ځل بیا په هېواد کې د ننه او بهر له خپلو آزادو او مېړنیو خلکو او ټولو ډلو او د هېواد له غوره سیاسي څېرو غواړو چې د دې وېروونکې ډلې د واکمنۍ پایته رسولو لپاره یو لاس شي او د وطن او د هېواد د ننني نسل مظلومو خلکو پروړاندې خپل تاریخي مسوولیت، سر ته ورسوي.»

د جنبش ګوند مشر یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې خبرو ته حاضر شي.

عبدالرشید دوستم په یوه بیانیه کې وویل: «موږ د جګړې او تاوتریخوالي غوښتونکي نه یو، خو که بله لار پاتې نه شي دا ځل به د وینې تویولو او جګړې مسوولیت پر غاړه وانه‌خلو.»

د اسلامي جمعیت مشر صلاح‌الدین رباني هم ویلي، چې په شمال کې د پاکستاني کډوالو له مخکې پلان شوي ځای‌پرځای کول به افغانستان یوه نوي کړکېچ ته بوځي او د طالبانو پروړاندې د سیاسي شخصیتونو او ډلو عملي ګامونو ته اړتیا ده.

له بلې خوا، له ډېرې مودې وروسته د ازادۍ جبهې د یوې ویډیو په خپرولو ادعا کړې چې د اندراب په ده صلاح کې یې د اختر په شپه د طالبانو پر یوې پوستې برید کړی او پنځه طالبان یې مړه او ټپیان کړي، طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي. دغې جبهې اعلان کړی چې وسله‌واله مبارزه د طالبانو واکمنۍ پایته رسولو لپاره یوازینۍ لار ده.

په دې لړ کې حامد کرزي چې په کابل کې دی بیا وايي، فرصت برابر دی او د طالبانو حکومت باید دایمي سولې او ثبات ته د افغانستان د رسېدو لپاره د روغې او ملي خبرواترو زمینه برابره کړي.

پخوانی ولسمشر زیاتوي: «اوس لاسته راغلي فرصت ته په پام له ګرانو هېوادوالو په ځانګړې توګه له سرپرست اسلامي حکومت څخه غواړم دا لویه موخه د پوهاوي او ملي خبرواترو له لارې ریښتیني کړي، ترڅو ټول خلک په ډاډ او د مالکیت حس په لرلو د ورورۍ او برابرۍ په فضا کې سره غونډ شي او په خپل لاس او نوښت سره هېواد سولې او دایمي ثبات، زده‌کړو، ځان‌بسیاینې او آبادۍ ته چې د ټولو ګرانو هېوادوالو غوښتنه ده، ورسوو.»

ځینې سیاسي څېرې باور لري چې د طالبانو واکمني د ترهګرۍ د ودې لپاره پر یوه فرصت بدله شوې او کورني او بهرني مقاومت ته اړتیا لري، خو طالبانو څو ځله ویلي چې ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.