نړۍ

د روسیې دفاع وزیر د واګنر له جنجال وروسته د لومړي ځل لپاره له یوه پوځي مرکزه لیدنه وکړه

د روسیې دفاع وزیر سرګئ شویګو د واګنر خصوصي امنیتي شرکت له خوا له وسله وال جنجال څخه وروسته د لومړي ځل لپاره له یوه پوځي مرکزه لیدنه کړې ده.

د روسیې دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ داسې تصویرونه خپاره کړي چې ښيي شویګو له یوه پوځي مرکزه لیدنه او له پوځي قوماندانانو سره یې کتلي دي.

دا تصویرونه هېڅ غږ نه لري او روښانه نه ده چې د روسي پوځیانو له کوم مرکزه یې لیدنه کړې ده.

د روسیې د دفاع وزارت تلویزیوني چینل رپوت ورکړی چې ښاغلي شویګو، د یوې پوځي قطعې له قوماندان جنرال یوګني نیګیفوروف څخه د اوکراین په لومړیو لیکو کې د اوسني وضعیت په اړه مالومات اوري.

د واګنر مشر یوګني پریګوژین له حکمه په سرغړونې سره، د هغه څه لپاره چې د «عدالت اجرا کېدل» یې بللي و، مخالفت ته مخه کړه او د شنبې په ورځ یې روستوف ښار ونیوه او همداراز یې د شویګو او د روسیې د پوځ د مشر والري ګراسیموف د ورسپارلو غوښتنه کړې وه.

پريګوژین د روسیې پوځ دغه دوه لوړپوړي چارواکي بې کفایته او په فساد تورن بللي او ویلي یې دي چې د ده ځواکونه یې په قصدي توګه وژلي دي.

هغه د جمعې په ورځ وویل چې روسي پوځیانو ددغو دوو چارواکو په حکم په جنګي سیمو کې د واګنر پر مرکزونو بریدونه کړي او د هغه کابو دوه زره پوځیان یې وژلي دي.

له بلې خوا، ګراسیموف تراوسه په خلکو کې نه دی لیدل شوی او د پوځي چارواکو د بدلولو په اړه له کرملین څخه هېڅ کوم خبر نه دي خپور شوی.

د واګنر ملیشه ځواکونو د شنبې په ورځ د مسکو پر لور پرمختګ وکړ، خو د بلاروس د ولسمشر الکساندر لوکاشینکو په منځګړیتوب د هوکړې پربنسټ د اوکراین په ختیځ کې د روسيې تر واک لاندې سیمې ته ستانه شول.