افغانستان

د ملګروملتونو چارواکې: د افغان ښځو او نجونو په وړاندې منفي اقدامات پراخ دي

په افغانستان کې ژوند تل له ډېرو لوړو او ژورو سره مخ شوی، خو په تېرو ۲۲ میاشتو کې هغه څه چې د طالبانو تر واک لاندې د افغان مېرمنو د ژوند په اړه یې راپور ورکول کيږي، د هغو ازاديو د محدودېدو ښکارندويي کوي چې په ټولنه کې د یوه وګړي له بنسټیزو او لومړنیو حقونو څخه ګڼل کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د لوړې کمېشنرۍ مرستیاله هم همدې ننګونې ته اشاره کوي او وايي چې د افغان مېرمنو ژوند له هر اړخه له محدودیتونو سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرۍ مرستیاله ندا آل ناشف وايي: «موږ د نړۍ په کچه د افغان ښځو او نجونو د حقونو پر وړاندې د منفي کړنو شاهدان وو او يوو، خو دا کار د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان په پرتله په هېڅ ځای کې دومره پراخ نه وو، سره له دې چې د شريعت په چوکاټ کې پرلپسې د ښځو د حقونو پر خوندیتوب يې ټینګار کړی، خو په تېرو ٢٢ مياشتو کې د افغان مېرمنو او نجونو ژوند هر اړخ محدود شوى، په هره طريقه له‌دوی سره تبعيض شوى، له هر فرمان وروسته فرمان صادر شوى، چې ټوليز اغېز يې له ټولنیز ژوند څخه د ښځو ایستل او له اساسي حقونو او آزادیو څخه د هغوی لاسرسی اخيستل دي.»

داسې باورونه هم شته چې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو دوام او د هغوی پر وړاندې د فضا تنګول به له طالبانو څخه د نړۍ او افغانانو د واټن اخیستو لامل شي.

د افغان معترضو ښځو غورځنګ غړې مرسل عیار وايي: «دا مهال په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی او د افغان ښځو په منځ کې ځان وژنې هم زیاتې شوي دي، او هغه طالبان چې ډېر عمر لري، وړو نجونو سره واده کوي.»

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون پخوانۍ مشره په دې باور ده چې طالبانو افغانستان د ښځو د هيلو په ډله ییز قبر بدل کړی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر وايي: «دا د جنسیتي توپیر يو حالت دی، ښځې د خپل ښځيتوب له ګټو او اساسي حقونو څخه بې برخې دي، دوی د زده کړو اجازه نه لري، د کار اجازه نه لري، د سیاسي مشارکت اجازه نه لرو، د آزاد تګ راتګ اجازه نه لري. افغانستان د افغان ښځو او نجونو د هیلو او ارمانونو په ډله ییز قبر بدل شوی دی.»

په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د وضعیت په اړه اندېښنې په داسې حال کې زیاتې شوې چې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي په تېرو ۲۲ میاشتو کې طالبانو ۵۰ فرمانونه صادر کړي چې پر بنسټ يې د افغان ښځو ازادي محدوده او يا ترې اخيستل شوې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی څو چې طالبان د ښځو حقونو ته درناوی ونه کړي، په رسميت به ونه پېژندل شي.