افغانستان

طالبان: په سپین بولدک کې مرستندویه بنسټونو د ښځو د کار د مخنیوي له حکمونو سرغړونه کړې

رویټرز رپوټ ورکړی چې طالبانو په کندهار ولایت کې مرستندویه بنسټونو ته په یوه رسمي لیک کې حکم کړی چې ښځې د کډوالو په پروژو کې کار ونه کړي.

ددې لیک په دوام کې راغلي: «ټول همکار سازمانونه چې د سپین بولدک د کډوالو او راستنېدونکو چارو له ادارې سره کار کوي، باید له خپلو ښځینه همکارانو وغواړي چې کارونو ته ولاړې نه شي او تر بلې خبرتیا په کورونو کې پاتې شي.»

طالبان از دو سال بدین‌سو دختران بالاتر از صنف ششم را از رفتن به مکتب محروم ساخته‌اند و سال پار دانشگاه‌ها نیز به روی دختران بسته شدند.

له بلې خوا، د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر هم ویلي چې دا سازمان د طالبانو له نوي حکمه خبر و او له طالبانو یې په دې اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده.

دغه لیک په افغانستان کې د مرستندویه بنسټونو لپاره د عملیاتي چاپېریال پر نه روښانه والي ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې دي چې افغانستان له سخت بشردوستانه ناورین سره مخ دی او مرستندویه بنسټونه له طالبانو غواړي ښځو ته د کار اجازه ورکړي ترڅو دوی د بشردوستانه مرستو په رسولو کې ونډه واخلي.

افغان مېرمنې د ملګروملتونو په ګډون نادولتي بنسټونو کې هم د کار اجازه نه لري.

تازه د ملګروملتونو د بشري حقونو راپور ورکوونکي ریچارد بنت په خپل راپور کې ویلي چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو د آزادیو د محدودولو لپاره ۵۰ حکمونه صادر کړي دي.