افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید د افغان کډوالو نیول او ځورول ودروي

د بښنې نړیوال سازمان د کډوالو د نړیوالې ورځې له امله یوه بیانیه کې د پاکستان له دولته غوښتي چې د افغان کډوالو «خپلسري» نیول او «ځورول» ودروي.

دغه سازمان د سه شنبې په ورځ په خپله بیانیه کې اعلان کړی چې د پاکستان دولت باید ژرترژره د افغان کډوالو چې د طالبانو د کړنو له امله له خپل هېواده تښتېدلي خپلسري نیول او ځورول ودروي.

ناقانونه نیول، شکنجه او ويستل په ګاونډیو او اروپایي هېوادونو کې د افغان کډوالو پر وړاندې له اصلي ننګونو څخه گڼل کېږي.

افغانان په هېواد کې د جګړو، محدودیتونو، بې وزلۍ، وچکالۍ او اقتصادي او سیاسي بې ثباتۍ له امله کلونه کيږي چې د بې ځایه کېدو له امله کړېږي.

د هېوادوال په دې باور دي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنۍ وروسته د ښځو او بشري حقونو پر وړاندې د طالبانو سياستونه، اقتصادي سقوط، وزګاري او بېوزلي مهم لاملونه دي، چې خلکو د هېواد د راتلونکي په اړه ناهیلې شوي او د کډوالۍ لاره یې ونيوله.

زیات شمېر کورنۍ او ځوانان چې اروپا ته د رسېدو په تکل يې له هېواده پرېښود، تر ډېره یې د ایران، ترکیې او یونان قاچاقي لارې نیولي دي چې تل مرګونې وې.

تېره ورځ د ایټالیا په روم کې د افغانستان سفارت اعلان وکړ چې د یونان په سواحلو کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۷۸ تنه افغان او پاکستاني وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

په ګاونډيو او اروپايي هېوادونو کې يو شمېر افغان کډوال وايي چې د نيولو، جبري شړلو او د کار د نشتوالي له ستونزو سره مخ دي.

په داسې حال کې د کډوالو نړيواله ورځ را رسيږي چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فيليپو ګرانډي ويلي د نړۍ ۵.۷ ميليونه کډوال افغانان تشکيلوي.