افغانستان

آیا د داعش خراسان څانګه د طالبانو په وړاندې ګواښ دی؟

د داعش د خراسان څانګې له فعالیتونو راپورته شوې ننګونې په دې ورځو کې ترټولو جدي ګواښ دی چې د سیګار په باور طالبان ورسره لاس و ګرېوان دي.

د داعش خراسان څانګې او طالبانو په وروستیو کلونو کې تل له یو بل سره نښتې کړې او یو بل ته یې تلفات هم اړولي دي.

اوس دا پوښتنه مطرح کېږي چې ایا د داعش خراسان ډله په رښتیا د طالبانو پروړاندې یو مهم ګواښ ګڼل کېدای شي؟

په واشنګټن کې د پاکستان مخکینی سفیر حسین حقاني وايي: «د داعش ډېری بنسټ اېښودونکي هغه کسان دي چې له دې مخکې د طالبانو یوه برخه وو او په راتلونکي کې به د یو ځای کېدو لار پیدا کړي. د هغوی اختلافونه د دیني مواردو، سیاست او مشرۍ پر سر دي. د داعش خراسان څانګې په عراق او سوریه کې د داعش له مشرتابه سره بیعت کړی؛ په داسې حال کې چې طالبان غواړي امیر یې داسې مهم کس واوسي چې ټول بیعت ورسره کوي؛ له همدې امله دا یو اصلي اختلاف دی او د یو بل د له منځه وړلو یا جنګېدو پر ځای، د دې احتمال چې دا دوې ډلې ځینې برخې معامله کړي، ډېر زیات دی.»

خو هغه څه چې له نورو سیمه‌ییزو او نړیوالو ترهګرو ډلو سره د داعش خراسان څانګې اړیکې بلل کېږي، د افغانستان د وضعیت له پېچلتیا اندېښنې زیاتوي.

چین، روسیه، تاجکستان، ایران او نور ګاونډي او د سیمې هېوادونه هم افغانستان کې د داعش خراسان ډلې د فعالیتونو پراختیا ته اندېښمن دي.

د امنیت او ترهګرۍ مطالعاتو لوړپوړې څېړونکې فایزه قاسمي وايي: «داعش د ایران په وړاندې لوی ګواښ دی او دا تصور موجود دی چې امریکاییان او لوېدیځ په پلان شوې بڼه داعش ته د ایران په لوېدیځ او ختیځ کې وده ورکوي.»

له دې مخکې امریکا تر شپږو میاشتو په کمه موده کې د دغه هېواد او د لوېدیځوالو د ګټو پر ضد د داعش خراسان څانګې له خوا د عملیاتو د پيل په تړاو خبرداری ورکړی دی.

سیګار هم په افغانستان کې د داعش جنګیالیو شمېر درې زره شاوخوا اټکل کړی دی.

خو طالبانو د سیګار راپور پروپاګند بللی او ټینګار یې کړی چې افغانستان کې داعش ډله ځپل شوې.