افغانستان

د ریچارد بنت راپور؛ د افغان ښځو او نجونو د هیلو کړکۍ

ټاکل شوې نن دوشنبې د غبرګولي ۲۹مه، په جینوا کې د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا د هغه راپور په اړه بحث وکړي چې د دغه سازمان ځانګړي راپور ورکونکي ریچارد بنت او د هغه کاري ډله به یې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په تېره بیا د افغان ښځو او نجونو په وړاندې توپیري چلند په هکله وړاندې کړي.

ریچارد بنت تېره اونۍ په یوه ټویټ کې ویلي و چې هغه او د ملګروملتونو د کاري ډلې رییس دوروتي استرادا به په ګډه د افغان ښځو او نجونو په وړاندې توپیري چلند په اړه دا راپور وړاندې کړي.

هغه په دې اړه ویلي و چې دا راپور به د افغان مېرمنو د غږ منعکسوونکی وي.

دا راپور چې د روان کال په مې میاشت کې د ۵۱ ښځو په ګډون له ۷۹ تنو سره د مرکو او یوې سروې پر بنسټ چمتو شوی، په هغه وخت کې له دوه زره او ۱۱۲ تنو سره د افغانستان په اتلسو ولایتونو کې خبرې شوې دي.

ویل کېږي چې د دغه راپور اصلي چورلیز د افغان ښځو او نجونو خلاف د طالبانو د لګول شویو محدودیتونو او سیتماتیک توپیري چلند، لسګونه فرمانونو، پرېکړو او چلند په اړه دی چې د ۲۰۲۱ کال له سپمتبر څخه د ۲۰۲۳ تر مې میاشتې څه د پاسه ۵۰ سندونو ته رسېدلي دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په اتلسمه چې طالبانو د لومړي ځل لپاره له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ ښوونځي وتړل او د ۲۰۲۳ کال د اپریل په څلورمه یې ښځې په نړیوالو بنسټونو کې له کار کولو منع کړې.

د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي زیاته کړې چې افغانستان یوازینی هېواد دی چې په هغې کې د ښځو له لومړنیو حقونو په بشپړه توګه سرغړونه کېږي.

له بلې خوا، د ښځو د حقونو یو شمېر فعالین او دفاع کوونکي د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا له ناستې غوښتي چې نړیواله ټولنه باید اجازه ورنه کړي

د بشري حقونو د ښځو برخې مرستیالې هیډر بار هم په یوه ټویټ کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له اوسني وضعیته اندېښنه څرګنده کړې ده.

په تېرو کابو دوو کلونو کې په خپل ټول توان سره ښځې په بشپړ ډول له ټولنې حذف کړې او د افغانستان ټول خلک یې له مدني آزادیو او انساني ارزښتونو بې برخې کړي دي.

نړیواله ټولنه د طالبانو دغو اقداماتو ته په پام سره باوري ده چې طالبان په افغانستان په «جنسیتي اپارتاید، جنګي جنایتونو او د بشریت خلاف جنایت» تورن دي.

له بلې خوا، د ښځو حقونو یو شمېر فعالین له ملګروملتونو غواړي چې د افغانانو ترڅنګ ودرېږي او د بشري حقونو د ارزښتونو او د ملګروملتونو د منشور پر بنسټ کنوانسیونونو له مخې عمل وکړي.

دغه فعالان ددې راپور خپرېدل د افغان ښځو او نجونو لپاره د هیلې کړکۍ بولي.

طالبانو تراوسه ددې راپور په وړاندې غبرګون نه دی ښودلی. دوی له دې مخکې په ځلونو ټینګار کړی چې د ښځو ټولو حقونو ته د اسلامي شریعت او افغاني دودونو له مخې پام کوي.

طالبانو همداراز ټینګار کړی چې نور هېوادونه دې د افغانستان په کورنیو مسایلو کې لاسوهنه نه کوي.