افغانستان

بامیان، د افغانستان د ګرځندوی ښکلا؛ خلک بند امیر ته د پاملرنې غوښتونکي دي

د بامیان د سیلانیانو لپاره د پام وړ ارزښت لري چې له دې جملې بند امیر د افغانستان د لومړني ملي پارک په توګه نړیوال شهرت لري.

نور حسن له لسو کلونو راهیسې د بند امیر ترڅنګ د کابل رستوان په نوم رستوران کې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو کوربه دی.

دغه رستوران د افغانستان ځایي خواړه خلکو ته وړاندې کوي.

د هغه په رستوران کې د وري او پسه د کباب، قابلي پلو، د کرتو شوله، شیریخ او آش په شان خواړه خلکو ته ورکول کېږي.

نور حسن وایي چې په تېرو دوو کلونو کې لږ شمېر سیلانیان دغه رستوران ته ورځې چې په دې موده کې یې عواید هم کم شوي دي.

د کابل رستوران خاوند نورحسن وايي چې د اختر په ورځو په تېره بیا د لوی اختر په ورځ، زیات شمېر سیلانیان بند امیر ته ورځي او له همدې امله د هغه د رستوران کار هم ښه وي.

په دې ځای کې داسې سیلانیان هم شته چې په ځلونو بند امیر ته راغلي او تل د نور حسن رستوران ته راځي.

هغه سیلانیان چې بند امیر ته ورغلي وایي، په بامیان کې طالب مسوولین باید بند امیر ته ورغلی سړک کرېړ کړي ترڅو سیلانیان په آسانۍ دغې سیمې ته سفر وکړي.

په بند امیر کې مسوولین وایي چې ددغه بند په پارک کې کابو ۵۰ رستورانونه او هوټل فعالیت لري.

د مخکیني حکومت د شمېرو له مخې، په یوه کال کې په منځني ډول څه د پاسه ۳۵۰ زره کورنیو او کابو ۶۰۰ بهرنيو سیلانیانو ددې ولایت د ښکلو ځایونو د لیدلو لپاره بامیان ولایت ته سفر کاوه، خو طالبانو تراوسه په دې اړه ځانګړې شمېرې نه دي خپرې کړې.