افغانستان

کي‌ېف: د روسیې په توغندويي برید کې ۱۶ تنه ووژل شول

په اوکراین کې د جګړو په دوام، کي‌يف پر اودیسا او کریفي ریه ښارونو د روسيې په توغندویي بریدونو کې د شپاړس تنو د وژل کېدو خبر ورکړی.

اوکراین وايي چې قربانیان ملکي وګړي دي؛ خو مسکو ټینګار کوي چې پوځي هدفونه یې په نښه کړي دي.

له بلې خوا، د روسیې ولسمشر چې کي‌يف یې په امریکايي توغندیو سره د خاکوفکا اوبو بند په ورانولو تورن کړی، وايي روسیې په ځلونو له اوکراین سره د سولې خبرو وړاندیز کړی، خو د لوېدیځ کړنې د دې کار خنډ شوې دي.

د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي: «د ستونزې د حل کیلي لوېدیځ دی، که دوی واقعاً غواړي جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسېږي، یوازې باید یوه پرېکړه وکړي او اوکراین ته د وسلو ورکول بند کړي، اوکراین په خپله وسلې نه تولیدوي. که اوکراین ته د وسلو ورکول ودرول شي، دا هېواد به سبا د سولې خبرو غوښتونکی شي.»

خو داسې نه ښکاري چې لوېدیځ د پوتین دا غوښتنه ومني.

د ناټو عمومي منشي واشنګټن ته په سفر کې، اوکراین ته د پوځي مرستو د دوام او د روسیې په وړاندې ددغه هېواد ځواکونو د پرمختګ خبره وکړه.

د ناټو سرمنشي ینس ستولټنبرګ وايي: «له اوکراین سره د ناټو د غړو هېوادونو مرستې د جګړې په ډګر کې اغېزناکې دي، اوکراینیانو یرغلیز عملیات پیل کړي او پرمختګ یې لرلی دی، دوی د له لاسه وتلو سیمو د نیولو په حال کې دي. که څه هم ددغو عملیاتو لومړۍ ورځې دي، خو ټول پوهېږو، کله چې اوکراینیان لازیاتې سیمې آزادې کړي، د مذاکرې پر مېز به ډک لاس وي او ولسمشر پوتین به پوه شي چې هېڅکله به د دې جګړې ګټونکی نه شي.»

د اوکراین په اړه د روسيې او لوېدیځ ترمنځ اختلاف په داسې حال کې روان دی چې د وال ستریت ژورنال د راپور له مخې امریکا د ټانګ مرمۍ چې له ضعیف شویو یوارنیمو جوړې شوې، اوکراین ته لېږي.

ضعیف شوي یورانیم د یورانیمو د بډایه کولو فرعي تولیدات دي چې زهرجن فلز دی. دغه فلز لوړ ځواک لري خو کارول به یې د چاپېریال لپاره هم ناوړه پایلې ولري.