نړۍ

ټرمپ په رسمي ډول د محرم اسنادو په ساتلو تورن شو

انځور: سپینه ماڼۍ

د امریکا فدرال ایالت یو منصفه هیئت د دې هېواد پخوانی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د سري دولتي اسنادو په پټ ساتلو تورن وپېژنده.

سرچینو رویټرز ته ویلي چې دا جنایي قضیه د امریکا متحده ایالتونو د عدلیې وزارت له لوري مطرح شوې.

دا حقوقي قضیه کولی شي چې په راتلونکو ټاکنو کې د ټرمپ چې غواړي ګډون وکړي د مخنیوي یو بله بهانه شي.

ټرمپ په خپله ټولنیزه رسنۍ “سوشیل تروت” کې د یو څو انځورونو په خپراوي سره ویلي چې هغه بې ګناه دی او هیڅ جرم یې نه دی کړي.

ترمپ په دې اړه وویل: « دا کیسه له تېرو ۷ کلو راهیسې دوام لري. هغوی لاس ترې نه اخلي،ځکه دا لاسوهنه په ټاکنو کې لوی رول لري. هیڅکله هم په دې ډول چې واقع کېدونکی دی هيڅ وجود نه دي لرلي. زه یو بې ګناه سړی یم او هېڅ مې نه دي کړي.»

تر اوسه معلومه نه ده چې ټرمپ څه ډول اسناد له ځان سره ساتل.

د هغه وکیلانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او د قانون له مخې هم دولتي مقامات نشي کولی د سري اسنادو په اړه علني نظر ورکړي.

په همدې حال کې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن هم ویلي چې په دې کار کې هیڅ لاس نه لري.

جو بایډن ویلي: « ما هېڅکله آن یو ځل هم د چا د تورن کولو او یا ته تورنولو په تړاو عدلیې وزارت ته وړاندیز نه دی کړی چې څه باید وکړي او یا ونکړي.»

بل لورته د امریکا د استازو د مجلس مشر کوین مک‌کارتی او د جمهوري غوښتونکو یو شمیر نورو پیژندل شویو څیرو د پنج شنبې ورځ د ټرمپ تورنېدل یوه تیاره ورځ وبلله او د هغه د ملاتړ ډاډ یې څرګند کړ.

په همدې حال کې رویټرز ته یوې سرچینې ویلي چې ټرمپ په خپله قضیه کې له اوو تورونو سره مخامخ دی خو تر اوسه معلومه نه ده چې دا ۷ موارده څه دي.

د اف بي آی یوه مامور ویلي چې ښایي ټرمپ دفاعي سري اسناد ساتل او ساتلي دي.

د راپورونو له مخې کابو یو کال وړاندې تر ۱۳ زره اسناد د مار-آ-لاگو له املاکو څخه د ټرمپ په بیچ پالم کې په فلوریدا ایالت کې کشف شوي دي.