افغانستان

هلمند کې د کوکنارو کښت د پام وړ کمښت

په افغانستان کې د کوکنارو کښت د کمښت په اړه د يوه څېړنيز راپور له خپرېدو وروسته، د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټام ويسټ ويلي، دا راپورونه د اعتبار وړ او مهم دي.

د جغرافيايي معلوماتو خدماتو السيس چې يو برېټانوي بنسټ دی ويلي، چې له افغانستان څخه د سپوږمکۍ د انځورونو تحلیل ښيي چې د طالبانو له خوا د کوکنارو پر کښت د بندیز پایلې له تمې زیاتې دي او دا چې په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې کموالی هغه حد ته رسېدلی چې له ۲۰۰۱ کال وړاندې تر اوسه نه وو ليدل شوی.

د برتانوي السيس سازمان د سپوږمکۍ انځورونو د راپور پر بنسټ، په هلمند ولایت کې په ۲۰۲۲ کال کې د کوکنارو کښت له ۱۲۰ زره هکتارو څخه په ۲۰۲۳ کال کې زر هکتارو ته راټیټ شوی، چې په سلو کې ۹۹ سلنه کموالی ښيي.

راپور همدارنګه په ډاګه کوي، چې په هلمند ولایت کې د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته ۹۴ سلنه غنم، ۲ سلنه د مېوې باغونه او یوازې ۱ سلنه کوکنار کرل شوي دي.

په همدې حال کې د امریکا جمهوري غوښتونکي سناتور مایک والټز د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ څرګندونو ته په غبرګون کې وايي چې د بایډن اداره “د کوکنارو کښت په کمښت کې د طالبانو کړنو په ستايلو سره د هغوی جنايتونه عادي کوي.”

هغه په ​​خپل ټویټر کې لیکلي: «د بایډن حکومت د کوکنارو د تولید د مخنیوي لپاره د طالبانو ستاینه کوي، په داسې حال کې چې دوی بې ګناه خلک ځوروي او ترهګرو ته پناه ورکوي. په دې توګه دوی غواړي د طالبانو په څېر ترهګر عادي کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې د سروې پایلې چې د تېر کال په اکټوبر میاشت کې خپرې شوې، ښيي چې په افغانستان کې پر ۲۳۳ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي چې له دې جملې یوازې ۱۲۰ زره هکتاره په هلمند کې وو. د يو اېن او ډي سي د راپور له مخې، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د نشه یي توکو عواید درې برابره زیات شوي وو.