افغانستان

په سرپل ولایت کې په ترافیکي پېښه کې لږترلږه ۲۴ تنه ووژل شول

د هېواد په شمال سرپل ولایت کې د ترافیکې پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون لږترلږه ۲۴ تنه ووژل شول.

په سرپل کې د طالبانو مسوولینو په دې ولایت کې رسنیو ته ویلي چې دا پېښه نن چهارشنبې له غرمې وروسته دوو بجو په شاوخوا کې په صیاد ولسوالۍ کې هغه مهال وشوه چې یو مسافروړونکی موټر چپه شو.

د ځایي رسنیو د راپور له مخې، په دې پېښه کې دوولس ښځې، اته ماشومان او څلور نارینه مړه شوي دي.

دا پېښه نن له غرمې وروسته دوو بجو په شاخوا کې د صیاد ولسوالۍ اړوند علتو او خواجه یګانه کلیو پر لاره شوې ده.

ددې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې پامي او واټونو خرابوالی بلل شوی دی.