نړۍ

ترکیه کې د لیرې د ارزښت بې مخینې کمښت

د ترکیې لیره د چهارشنبې په ورځ شپږ سلنه سقوط وکړ او تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېده یعنې د یو ډالر په وړاندې ۲۳،۱۷ ته ورسېده او په روان کال کې یې خپل زیان څه د پاسه ۱۹ سلنې ته ورساوه.

د ترکي د لیرې ارزښت اوه سلنه راټیټ شوی چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر ټولو لوی کمښت دی.

رویټرز راپور ورکړی چې د لیرې د ارزښت کموالی د ترکیې حکومت له خوا د ثبات راوړونکو سیاستونو کمولو له امله دی چې له ټاکنو وروسته یې د سختو اقتصادي سیاستونو د غوره کولو پرېکړه کړې.

رجب طیب اردوغان چې په دې وروستیو کې د بلې دورې لپاره د ترکیې د ولسمشر په توګه ټاکل شوی، د لومړي وزیر پخوانی مرستیال محمد شیمشیک يې د مالیې وزیر په توګه معرفي کړی.

بهرنیو پانګوالو د هغه د کړنو ستاینه کړې ده. کارپوهان همدارنګه د ترکیې د مرکزي بانک د نوي رییس د معرفي کېدو په تمه دي.

ځینې شنونکي تمه لري چې د یوه امریکایي ډالر په وړاندې په کابو ۲۵ تر ۲۸ لیرو معامله شوې کيږي.