ورزش

کریم بنزما په رسمي ډول د سعودي عربستان له الاتحاد فوټبال لوبډلې سره یو ځای شو

دغې لوبډلې کریم بنزما ته د الاتحاد د کمیس ورکولو او د قرارداد د لاسلیک تصویرونو په خپرولو، له دې لوبډلې سره د هغه یو ځای کېدل تایید کړي. د رسنیو د راپورونو له مخې له دې لوبډلې سره د بنزما دوه کلن قرارداد ۲۰۰ میلیون یورو ارزښت لري او ښايي په پای کې د یوه بل پړاو لپاره هم وغځول شي.

هغه د عربستان له النصر سره د رونالدو له یو ځای کېدو او د عربستان هېواد له یوې بلې لوبډلې سره د مسي د یو ځای کېدو له احتمال وروسته دغه هېواد ته ځي.

ویل کېږي، چې دا کار د نړۍ د نامتو او مشهورو لوبغاړو د جذب او د دغه هېواد د غوره لیګ د کیفیت د لوړولو لپاره د سعودي عربستان د میلیارد ډالري پروګرام یوه برخه ده.