افغانستان

افغانستان کې له هرو زرو زېږونونو ۲۴ ماشومان ژوند له لاسه ورکوي

د احصایې او معلوماتو ادارې او یونیسف د ګډې سروې نوې شمېرې ښيي چې په هرو زرو زیږونونو کې ۲۴ ماشومان مري او یوازې ۳۳,۷ سلنه میندې کولی شي په روغتون کې زیږون وکړي.

د دې سروې په بله برخه کې راغلي چې اوس هم په هېواد کې ۳۱,۵ سلنه میندې د قابلو له شتون پرته په کور ​​او ۳۳,۷ سلنه میندې په روغتونونو کې زېږون کوي.

دغه سروې همدارنګه په ډاګه کوي چې د ۲۰ او ۲۴ کلونو ترمنځ ۲۸,۷ سلنه ښځې تر ۱۸ کلنۍ مخکې او ۹,۶ سلنه یې تر ۱۵ کلنۍ مخکې واده شوې دي.

د طالبانو د معلوماتو او احصایې ادارې مرستیال عصمت الله حکیمي د دې سروې د پایلو د اعلان پر مهال وویل چې د دې سروې پایلې ښيي چې په هېواد کې ۷۶.۴ سلنه امیندواره میندې د امیندوارۍ پر مهال له ۱-۳ ځلې او ۳۳,۴ سلنه میندې د امیندوارۍ په بهیر کې څلور یا ډېر ځله ډاکټر ته مراجعه کوي.

په دې سروې کې د ماشومانو د خوارځواکۍ په اړه هم معلومات ورکړل شوي، چې له مخې یې له پنځو کلونو کم عمره ۴۴,۷ سلنه ماشومان د خپل عمر له پلوه ټیټ قده او ۱۸,۴ سلنه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان ټیټ قده او کم وزنه دي.

د دې سروې پایلې ښيي چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۲ سلنه ماشومان له خپلو والدینو سره ژوند نه کوي.

د کارګرو ماشومانو په اړه، په دې سروې کې راغلي چې په هیواد کې د پنځو او ۱۷ کلونو ترمنځ ۱۹,۴ سلنه ماشومان سخت کارونه کوي.

د طالبانو د معلوماتو او احصایې ادارې مشر فقیر محمد زیار وايي، دا سروې مخکې هم درې ځلې په ۱۳۷۶، ۱۳۸۲ او ۱۳۹۰ کلونو کې ترسره شوې ده.

دغه سروې د ۴۶۲ سروې کوونکو له خوا چې ۱۳۶ ښځې هم په کې دي شوې او په ټولیز ډول د ۲۳ زره او ۲۱۳ کورنیو په ګډون ۴۴ زره ۳۴۱ میندو، له پنځو کلونو کم عمره ۳۲ زره ۹۸۹ ماشومانو او همدارنګه د ۵ او ۱۷ کلونو ترمنځ له ۲۰ زره او ۶۸ ماشومانو او تنکیو ځوانانو سره مرکې شوې دي.

دا سروې په داسې حال کې ترسره شوې، چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې د نړیوالې ټولنې او مرستندویه بنسټونو له خوا د زیاتې بودیجې له لګولو سره سره، افغانستان لا هم د خوارځواکۍ زيانونو او بې وزلۍ له امله د ميندو او ماشومانو د مړينې له پلوه د لومړنيو هېوادونو په سر کې دی.