افغانستان

د طالبانو مرستیال والي د بدخشان د نن ورځې په چاودنه کې ووژل شو

د سه شنبې سهار مهال د بدخشان ولایت په مرکز فیض آباد ښار کې چاودنه وشوه.

باختر خبري آژانس په یوه خبر کې لیکلي چې د بدخشان ولایت د فیض آباد د نوي ښار د محکمې په څلور لاره کې د نن ورځې په چاودنه کې دوه تنه مړه او شپږ نور ټپیان شول.

په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي په دې اړه وویل چې نن سهار ۸:۱۵ دقیقې د بدخشان ولایت د مرستیال والي او سرپرست مولوی نثار احمد احمدي پر موټر چاودنه وشوه چې په دې پېښه کې د بدخشان ولایت مرستیال والي او سرپرست نثاراحمد احمدي وژل شوی او شپږ تنه نور ټپیان دي.

هغه زیاتوي چې د پېښې ټپیان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او په دې اړه د کشفي او استخباراتي ادارو له خوا پلټنې روانې دي.

تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

نثار احمد احمدي څوک و؟

نوموړی د فیض آباد ښار د لسمې ناحیې اړوند کره‌يي کلي کې زېږېدلی و او په دې سیمه کې یې د جومات له ملاامام څخه لومړنۍ زده کړې پیل کړې.

د فیض آباد ښار په یوه ښوونځي کې تر اووم ټولګي پورې له زده کړو وروسته، په ۱۳۷۳ کال کې د دیني درسونو لپاره پاکستان ته ولاړ او په ۱۳۸۶ کال کې له دیني مدرسې فارغ او افغانستان ته راغی.

نوموړي څه موده د فیض آباد ښار په جوماتونو کې د امام په توګه کار وکړ، وروسته له طالبانو سره یو ځای شو او لومړی یې تر ډېره له طالبانو ډلې سره د خلکو د یو ځای کېدو او وروسته په پوځي برخه کې فعالیت کاوه.

د هغه پلار او ورور د مجاهدینو په وخت کې د پخواني شوروي ځواکونو په وړاندې جنګېدلي وو. نوموړی پنځه وروڼه او یوه خور لري.