افغانستان

سیګار: طالبان د هرې ورځې په تېرېدو پر ښځو د محدودیتونو کړۍ تنګوي

شپږ میاشتې مخکې طالبانو په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار کولو مخه ونیوله او همدارنګه له دوو میاشتو راهیسې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکونکي هم نه شي کولی چې خپلو دفترونو ته ولاړې شي – هغه بندیزونه چې سیګار وايي، په افغانستان کې يې د نړیوالو مرستو د دوام مخه ډب کړې ده.

د سیګار د راپور په يوه برخه کې راغلي: «اټکل کېږي چې په ۲۰۲۳ کال کې کابو لس میلیونه افغانان بیړنیو ژمنیو مرستو ته اړتیا لري، خو په نادولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار د طالبانو د محدودیتونو له امله د مرستو برابرول له خنډونو سره مخ شوي دي.»

د سیګار په راپور کې راغلي چې طالبانو د هرې ورځې په تېرېدو سره پر ښځو د بندیزونو کړۍ نوره هم تنګ کړې ده.

خو یو شمېر پخواني چارواکي په دې باور دي چې نړیواله ټولنه پر طالبانو لازم فشار نه راوړي.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال صدیق صدیقي وايي: «نړیواله ټولنه باید د اوسني وضعیت په اړه د لا زیات مسوولیت احساس وکړي، جدي اقدامات وکړي او د يو ټولګډونه حکومت د جوړولو په اړه د امنیت شورا ټول پرېکړه لیکونه پلي کړي.»

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ نږدې دوه کاله تېرېږي، خو په دې موده کې هېڅ هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.

بشري حقونو په تېره بیا د ښځو حقونو ته درناوی، د ټولګډونه حکومت جوړول او له ټولو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرې کول له طالبانو د نړیوالې ټولنې له مهمو غوښتنو څخه دي، خو طالبان یې هم په بدل کې یو لړ غوښتنې لري.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: «طالبان د رسميت پېژندلو ترڅنګ پر خپلو چارواکو د لګېدلو بنديزونو لېرې کولو او د افغانستان د کنګل شويو پيسو د آزادېدو غوښتونکي دي چې ما ته داسې ښکاري د دواړو لوريو د غوښتنو تر منځ اوږد واټن شته.»

د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونو او د طالبانو او نړیوالې ټولنې د غوښتنو تر منځ د واټن زیاتوالي د افغانانو پر ژوند سیوری غوړولی، لکه څرنګه چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش یا سيګار په راپور کې هم راغلي چې د ښځو پر تګ راتګ د طالبانو د محدودیتونو لګول د میندو او نویو زېږېدلو د مړینې د زیاتوالي لامل شوي دي. په دې راپور کې راغلي چې په دې محدودیتونو سره، مېرمنې نه شي کولی له زیږون مخکې پاملرنې ترلاسه کړي او ماشومان هم د واکسین او روغتیایی خدماتو څخه لیرې ساتل کېږي.

سيګار تېره اوونۍ په یوه بل راپور کې ویلي و چې د طالبانو تر کنټرول لاندې روغتیايي سیستم سره د امریکا مرستې ضایع شوې او د خلکو پر ژوند یې هېڅ مثبت اغېز نه دی کړی. سیګار له دې وړاندې راپور ورکړی و چې طالبان د نړیوالې ټولنې له مرستو ناوړه ګټه پورته کوي.