نړۍ

د سلګونه اوکرایني ځواکونو د له منځه وړلو په اړه د روسیې د دفاع وزارت ادعا

د روسیې د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د مسکو تر ولکې لاندې دونتسک په سیمه کې یې د اوکراین د یوه لوی برید مخنیوی کړی او کي‌یف پلوه سلګونه ځواکونه یې له منځه وړي دي.

د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشینکوف ویلي، اوکراین د یکشنبې په ورځ په دونیتسک کې پر روسي ځواکونو د دوو ټانکونو په وسیله برید وکړ، چې په شا وتمبول شو.

په دغه خبر پاڼه کې راغلي: «دښمن د جون په ۴مه سهارمهال د دونیتسک په سویل کې د پنځو برخو پر لومړیو کرښو پراخ بریدونه وکړل. د اوکراین د ۲۳ او ۳۱ نمبر کنډک ځواکونو چې په جنګي وسایطو سمبال وو، برید وکړ. نورو ځواکونو د هغوی ملاتړ کاوه.»

د روسیې د دفاع وزارت داسې انځورونه هم خپاره کړي چې په کې ښکاري د اوکراین څو زغره وال موټر په يوه کرونده کې په نښه شوي او چاودنه کوي.

د روسیې د دفاع وزارت ادعا کړې چې په دې برید کې یې ۲۵۰ اوکرایني پوځیان وژلي او ۱۶ ټانکونه، څو پوځي موټر او ۲۱ زغره وال جنګي موټر یې ویجاړ کړي دي.

په اعلامیه کې راغلي: «دښمن هدف ته ونه رسېد او هېڅ بريا يې نه لرله. زموږ د ختیځې ډلې د وړتیاوو او حساب ورکوونکو اقداماتو په پایله کې، د اوکراین پوځ د څه د پاسه ۲۵۰ کسانو، ۱۶ ټانکونو، دریو پوځي او د ۲۱ زغره والو موټرونو تلفات ورکړل.

په همدې حال کې اوکراین هم د انځورونو په خپرولو سره ويلي چې باخموت ښار ته څېرمه یې روسي ځواکونه په پراخو بريدونو سره په نښه کړي.

د دې راپور پر بنسټ، تر اوسه څرګنده نه ده چې آیا دا د اوکرایني ځواکونو له خوا د لاسه ورکړل شويو سیمو د بېرته نیولو لپاره ځوابي برید و او که نه.