نړۍ

په هند کې د دوو مسافروړونکو اورګاډو د ټکر په پایله کې ۲۳۳ تنه مړه او ۹۰۰ نور ټپیان شول

د هند په ختیځ اودیشا ایالت کې د دوو مسافروړونکو اورګاډو د ټکر له امله لږترلږه ۲۳۳ تنه مړه او ۹۰۰ نور ټپیان شول.

دا په تېره یوه لسیزه کې د اورګاډو د ټکر تر ټولو مرګونې پېښه بلل شوې ده.

ددغه ایالت اعلی وزیر پرادیپ ینا په یوه ټویټ کې اعلان کړی چې ښايي ددې پېښې د تلفاتو شمېر زیات شي.

د هند د رېل لارې وزیر اشوین وایشناو د شنبې په ورځ د پېښې له ځایه د لیدنې پرمهال وویل: «یوه کمیټه جوړه شوې ترڅو د دغې پېښې په اړه پلټنې وکړي. د اورګاډي د خوندیتوب مسوول پلټنې کوي او دوی به د دغې پېښې اصلي لامل پيدا کړي – ولې دا پېښه وشوه – ټول تخنیکي جزییات به د دوی له خوا روښانه شي.»

دا پېښه په ځایي وخت د ماښام په اوو بجو هغه مهال وشوه یو اورګاډی چې له بنګلور څخه په لوېدیځ بنګال کې د هورا په لور روان و، له بل اورګاډي سره چې له کلکتې څخه د چنای په خوا په حرکت کې و، ټکر یې وکړ.