افغانستان

د کونړ او نورستان ترمنځ د لارې له کرایې د خلکو شکایت

د کونړ او نورستان ولایتونو اوسېدونکی وایي د تېلو بیو له کمښت سره سره د کونړ او نورستان ترمنځ د موټرو کرایه لا هم اته سوه افغانۍ ده او په تېرو څلورو میاشتو کې هېڅ کمښت نه دی پکې راغلی.

پر دغه لاره تلونکي کسان وايي، له دې مخکې یو لیتر تېل په اتیا افغانۍ وو او تر نورستان پورې د یوه لوري کرایه اته سوه افغانۍ وه، خو اوس چې د تیلو په بیو کې ۲۰ تر ۳۰ افغانۍ کمښت راغلی لاهم کرایه د پخوا په شان ده.

د نورستان ولایت اوسېدونکی نورالرحمن وايي: «پخوا که څه هم د تېلو بيې لوړې وې او موټر چلوونکو هم زیاته کرایه اخیسته خو اوس د تېلو بيې ټیټې شوې خو په کرایه کې کمښت نه دی دا زموږ لپاره ستونزمنه ده له مسوولینو غواړو چې دا ستونزه حل کړي.»

هغه کسان چې پر دې لاره تګ راتګ کوي وايي، د لارې د لوړ لګښت له امله یې تګ راتګ کم کړی دی.

د نورستان بل اوسېدونکی زرولي وايي: «د نورستان ولایت اوسېدونکي بېوزله او بي وسه دي کله چې غواړي کونړ یا نورو ولایتونو ته سفر وکړي څاروي پلوري او بیا پر هغه پیسو خپلي اړتیاوې پوره کوي ځکه دا زموږ د ناچارۍ لویه نښه ده، نو که د موټرو کرایه همداسې لوړه وي نو موږ نشو کولای په موټرو کې سفر وکړو.»

د کونړ اوسېدونکی شاه حسین چې د نورستان په مرکز پارون کې د خیاطي کوي وايي: «زموږ د ورځې پنځه یا شپږ سوه افغانۍ عاید دی خو د موټرو د لوړو کرایو له امله نشو کولای چې نورستان ته تګ راتګ وکړو دوې میاشتې کېږي چې کونړ ته نه یم تلی له مسوولینو مې غوښتنه دا ده چې په دې برخه کې اقدام وکړي.»

هڅه مو وکړه چې په دې په کونړ او نورستان کې د طالب چارواکو نظر ترلاسه کړو خو دوی زموږ ځواب پيغامونو ته ځواب رانه کړ.

د نورستان  اوسېدونکي وايي اړتیا ده چې تر نورستان پورې د موټر چلوونکو لپاره کرایه وټاکل شي ترڅو له خلکو زیاتې پیسې وانه خلي.

د کونړ او نورستان ترمنځ واټن ۲۴۰ کیلومتره دی او موټر چلوونکي له یوه کس څخه ۸۰۰ افغانۍ کرایه اخلي خو له کونړه تر ننګرهار پورې چې ۱۸۰ کیلومتره لاره ده کرایه یې ۲۵۰ افغانۍ ده.

د کونړ د اوسېدونکو په وینا، د یو لیتر پټرولو او ډیزلو بیې په تېرو څلور میاشتو کې له اتیا او نوي افغانیو اویا افغانیو ته راکمې شوې خو لاهم د دې ولایت د موټرو کرایه نه ده ټیټه شوې.