افغانستان

پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو د لیرې کولو پر ژمنو د طالبانو په نه درېدو د نیوکو دوام

د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو حقونو برخې مرستیالې هیدر بار په خپله ټویټر پاڼه پر طالبانو په نیوکې سره لیکلي، چې له يو نيم کال ډېر کېږي چې طالبانو ژمنه کړې نجونې به له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته پرېږدي، خو نه یوازې دا چې تر اوسه په دې برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی، بلکې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه نور هم زیات شوي دي.

هیدر بار، د ناروې د کډوالو شورا مشر جان ایګلند له وروستیو څرګندونو وروسته، چې ویلي يې و، کندهار ولایت ته د هغه له سفر وروسته طالب چارواکو ډاډ ورکړی، چې د افغان ښځو او نجونو د زده کړو او کار په اړه به د دوی نوې کړنلاره ډېر زر وروستۍ شي. لیکلي: «د طالبانو ژمنې هېڅ ارزښت نه لري. ځکه طالبانو په تېرو نږدې دوو کلونو کې تل د خپلو ژمنو خلاف عمل کړی دی.»

هيدر بار ټینګار کړی، چې دا یوازینی ناحقه توجیه ده، چې طالبانو يې په پلمه ښوونځیو ته د زرګونو نجونو د تګ مخه نيولې ده.

د اغلې هیدر بار په وینا، طالبانو  له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې هم نجونو ته د زده کړو او کار کولو اجازه نه ورکوله او اوس هم واک ته له بيا راستنېدو وروسته يې له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځيو ته د تګ اجازه نه ده ترلاسه کړې. او د تېر کال له ډسمبر راهیسې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې په بشپړه توګه تړل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال له ډسمبر راهیسې په افغانستان کې ښځې په کورنیو او بهرنیو مؤسساتو کې له کار کولو منع شوې دي.

په افغانستان د طالبانو له بيا ځلي  واکمنۍ وروسته طالبانو په افغانستان کې پر ښځو او نجونو ډېر محدودیتونه لګولي دي، هغه مسله چې ډېر نړیوال غبرګونونه یې راپارولي دي، خو دغو غبرګونونو په افغانستان کې د طالبانو په پالیسۍ کې کوم بدلون نه دی راوستی.