افغانستان

د لوږې نړیواله ورځ؛ افغانستان کې له ۲۸ میلیونه زیات وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري

د خوړو نړیوال سازمان د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې ۸۲۰ میلیون تنه په سخته لوږه کې ژوند کوي. کابو ۹۸ سلنه دغه وږي خلک د افغانستان په شان وروسته پاتې هېوادونو کې ژوند کوي.

د خوړو نړیوال سازمان وايي، چې ۸۰ سلنه افغانان پوره خوړو ته لاس‌رسی نه لري او د شپې له خوا وږي ویده کېږي.

نړیوال مرستندویه سازمانونه افغانستان کې له وږو سره د مرستې لپاره هڅې کوي.

خو خلک د بشردوستانه مرستو د وېش له بهیر څخه شکایت لري او وايي، چې دا مرستې د قومي مشرانو، نفوذ لرونکو کسانو او د طالبانو له خوا حیف او میل کېږي.

د هرات ولایت یو اوسېدونکی عبدالمومن وايي: «له هغه وخته چې طالبان راغلي مرستې راغلې، زموږ کتابچې یې اخیستې خو تراوسه مو مرسته نه ده ترلاسه کړې، دوی دا مرستې د خپلو ملګرو ترمنځ وېشي.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې یا سیګار د مې پر ۴ خپل میاشتني راپور کې ویلي و، چې طالبان د مرستندویه بنسټونو په کار کې د پام وړ لاسوهنه لري او د دې مرستو زیاته برخه خپلو نږدې کسانو ته ورکوي.

د هرات یو بل اوسېدونکی عبدالعلي هم وايي: «اتلس کاله کېږي چې په دې ښار کې ژوند کوم او کومه مرسته مې نه ده لیدلې، د سهار او ماښام په ډوډۍ پورې حیران یم، که یو مسلمان یوه ډوډۍ خیرات راکړي هماغه ده او بس، وزګاري او بې وزلي زیاته ده، له مرستو یوه وچه ډوډۍ هم موږ ته نه ده رسېدلې.»

افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته افغانستان سره نړیوالې مرستې بشردوستانه برخې ته محدودې شوې. خو د طالبانو له خوا په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار له بندیز سره، د ډېری مرستندویه سازمانونو فعالیت یا کم شو او یا هم په ټپه ودرېد.
د لوږې نړیواله ورځ په داسې حال کې رارسېدلې چې د ملګرو ملتونو سازمان د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د وروستیو شمېرو له مخې چې د غبرګولي پر څلورمه خپرې شوې دي، افغانستان کې ۲۸.۳ میلیون تنه بشري مرستو ته اړتیا لري. اوچا ویلي چې هېواد کې له انساني ناورین څخه د مخنیوي لپاره ۷۱۷.۴ میلیون ډالري بیړنۍ بودیجې او یوه مناسب عملیاتي چاپېریال ته اړتیا ده.

دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې که مرسته کوونکي ژرترژره اقدام ونه‌کړي، افغانستان کې به بشردوستانه اړتیاوې زیاتې شي.