افغانستان

د ایران د انتظامي ځواکونو قوماندان: جګړه طالبانو پیل کړې او باید ځواب ویوونکي وي

د ایران د انتظامي ځواکونو قوماندان احمد رضا رادان د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ په سرحدي سیمو کې د طالبانو او پوله ساتو ځواکونو ترمنځ تازه نښتې په غبرګون کې وایي «طالبانو نړیوالو او د ښه ګاونډیتوب قوانینو ته له پامه پرته په ډول ډول وسلو ډزې وکړې.»

نوموړي ټینګار وکړ چې «ایراني پوله ساتي ځواکونه به هر ډول تعرض ته پرېکنده ځواب ورکړي.»

هغه زیاتوي چې «د افغانستان اوسني واکمن باید د خپل نه سنجول شوي او د نړیوالو اصولو خلاف عمل په اړه ځواب ویونکي وي.»

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، دا څووم ځل دی چې طالبان او ایراني پوله ساتي ځواکونه د افغانستان او ایران په سرحدي سیمو کې سره نښته کوي.