افغانستان

په کونړ کې د اوبو له نشتوالي شکایت

په دې ولایت کې د لمریزې برېښنا پرمټ ۲۵۲ کورنیو ته پاکې اوبه برابرې شوې دي.
د کونړ ولایت د سرکاڼو والسوالۍ د ټانګو کمپ په سیمه کې د ډاکار موسسې په تخنیکي او د یونیسف په مالي مرسته د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د ژورې څاه په کیندلو سره پاکې اوبه برابرې شوې.
د دې موسسې مسوولین وايي د کونړ په نورو سیمو کې هم دې ته ورته پروژې عملي کوي.

د ډاکار موسسې مسوول عصمت الله آمو ټلویزیون ته وویل: «ټانګو کمپ سیمه کې ګڼ شمېر کورنۍ ژوند کوي، ددغه ځاي د اوسېدونکو ستونزې دېرې دي خو د اوبو هغه يي تر ټولو مهمه وه، موږ دا اړینه وګڼله او د سیمې د اوسېدونکو لپاره مو دا کار وکړ.»

د سیمې اوسېدونکي چې د وچکالۍ له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو په دغه کار خوښ او هرکلی يي کوي.

د سیمې اوسېدونکی عزیزالله وايي: «زموږ ماشومان، مېرمنې او ځوانان په اوبو پسې لیرو چینو ته تلل چې دا لوی کړاو و اوس چې دا کار ترسره شو ډېر خوښ یو.»

د سیمې بل اوسېدونکی شیر زمان هم وايي: «یوازې همدغه نړیوال دي چې زموږ د افغانانو ستونزي درک کوي او له ډاکار او یونیسف دواړو مننه کوو.»

دا په داسي حال کې ده چې د کونړ په ډېری سیمو کې خلک د وچکالۍ له امله د پاکو اوبو له نشتوالي سره مخ دي .
د کونړ اوسېدونکي له مرستندویه موسسو غواړي چې ورسره مرسته وکړی.