افغانستان

کاناډا له متحده عربي اماراتو سره دغه هېواد ته د زرو افغانانو د لېږدولو هوکړه وکړه

د کاناډا د کډوالو ادارې اعلان کړی چې له متحده عربي اماراتو سره د هغو زرو افغان کډوالو د لېږد په اړه چې له ۱۶ میاشتو راهیسې له ډېرو ستونزو سره د دغه هېواد په یوه کمپ کې اوسېږي هوکړې ته رسېدلي.

د کاناډا د کډوالو، پناه ورکونې او تابعیت ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې نوموړي هېواد له دغو کسانو ۶۵۰ یې کاناډا ته لېږدولي دي.

په اعلاميه کې راغلي: «کاناډا په ۲۰۲۲کال کې له متحده عربي اماراتو سره د همکارۍ له لارې په درېیو الوتنو کې افغانان کاناډا ته انتقال کړل، او له متحده عربي اماراتو تر ننه زموږ د ټولو الوتنو شمېر ۱۵۰۰ ته رسېدلی دی.»

اعلامیه زیاتوي: «د اوسنیو ننګونو او زموږ په وړاندې د سختو کارونو سره سره، موږ لاهم د ۲۰۲۳ کال تر پایه د لږ تر لږه ۴۰ زره نويو افغانانو د میشتیدنې هدف لرو. تر ننه مو په کاناډا کې نږدې ۳۲ زره تنه منلي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې له افغانستان څخه د هغو زرګونه کډوالو د برخلیک په اړه اندېښنې زیاتې شوې چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته متحده عربي اماراتو ته لېږدول شوي او د اماراتو په بشري ښارګوټي کې په خپلسري ډول نيول شوي دي.

د روان کال په مارچ میاشت کې د بشري حقونو د څار سازمان د متحده عربي اماراتو په کمپ کې د کډوالو پر وضعیت د اندېښنې په څرګندولو سره وویل، دغه کډوال چې په ټولیزه توګه له ۲۴۰۰ تر ۲۷۰۰ تنو پورې دي، باید ژر تر ژره خوشې او د موخې وړ هېوادونو ته ولیږدول شي.

په کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته څو اونیو او میاشتو کې د امریکا، ناټو، متحده عربي اماراتو او نورو حکومتونو لسګونه زره کسان له افغانستانه د نړۍ بېلابېلو برخو ته ولېږدول.

د متحده عربي اماراتو حکومت زرګونه کسان په خصوصي الوتنو کې ابوظبۍ ته ولېږدول او بیا یې د اماراتو بشري او د کارګرانو تسميم ښارونو کې ځای پر ځای کړل.

په داسې حال کې چې ډېری یې وروسته په امريکا، کاناډا او نورو ځایونو کې مېشت شول، د روان کال له پیل راهیسې له ۲۴۰۰ تر ۲۷۰۰ پورې افغانان په متحده عربي اماراتو کې په خپل سري ډول ونيول شول.