سوداګري

د کورنیو تولیداتو دويم کلنی نندارتون په هرات کې پرانیستل شو

د افغانستان لاجورد د کورنیو تولیداتو دويم کلنی نندارتون نن (چهارشنبه جوزا ۳مه) په هرات کې پرانیستل شو.

دغه نندارتون د دريو ورځو لپاره د ۳۰۰ غرفو په درلودو سره نندارې ته وړاندې کېږي چې په کې ۲۰۰ غرفې د نارينه وو او ۱۰۰ غرفې د ښځو لپاره په جلا ځای کې اختصاص شوي.

په دغه نندارتون کې د هرات د صنعتکارانو د تولید شویو محصولاتو سربیره د کندهار، غور بادغیس، نیمروز او کابل ولایتونو د صنايعو لپاره هم یو شمېر غرفې ځانګړي شوي دي.

د هرات د صنايعو او سوداګرۍ  خونې مشر حميدالله خادم وايي، د دغه نندارتون له جوړېدو يې موخه د افغانستان د کورنيو توليداتو معرفي کول او د ورته محصولاتو د واردولو مخنيوى دى.

په ورته مهال په دغه نندارتون کې یو شمېر غرفې لرونکي وايي، که حکومت صنعت کارانو او کورنیو تولیداتو ته زیاته پاملرنه وکړي، کولای شي کورنیو تولیداتو ته وده ورکړي.

د دغه نندارتون ليدونکي هم وايي، چې خلک بايد د کورنيو صنايعو فعاليتونو د دوام لپاره له کورنيو توليداتو ملاتړ وکړي.

په افغانستان کې د طالبانو له بيا ځلي واکمنۍ وروسته دا په هرات کې د کورنیو تولیداتو دویم نندارتون دی چې پر هرات سربېره د نورو ولایتونو خلک هم په کې برخه اخلي.