نړۍ

په غزه کې د جګړې خاموشي، خو د فلسطیني ماشومانو د وېرې دوام

دا د غزې په دې برخه کې هغه ماشومان دي چې د هر غږ په اورېدو فکر کوي بم راغورځيږي.

په غزه کې د فلسطینیانو او اسراییلو تر منځ له وروستۍ جګړې څه باندې یوه اوونۍ تېرېږي، خو دا ماشومان لا هم له دغې جګړې بد خوبونه لري.

ډاکټران وايي، په دغو ماشومانو کې ډیرې داسې لکه د خوب نشتوالی، اضطراب او همدارنګه خپلو والدینو پورې د نېږدې کېدو او بهر ته د نه وتلو د تمایل نښې شته دي.

جوډي جرب ۱۱ کلن فلسطینی ماشوم: «دلته راغلی یم چې یو څه تفریح ​​وکړم او هغه فشار چې پر ما دی، کم کړم. اسراییلو ویلي، دوی غواړي دوه کورونه په نښه کړي، خو پرځای یې ټوله سیمه په نښه کوي. نو زه دلته د تفریح ​​​​لپاره راغلی یم. غواړم یو څه تفریح ​​​​کړم او خپل ځان خوشحاله کړم.»

مزیونا المانسي د غزې اوسیدونکی: «موږ د خپلې شاوخوا ماشومانو ته وویل مه وېرېږئ، خو دوی وېرېدلي وو. یوې غیر طبیعي ویرې نيولي وو او چیغې یې وهلې، موږ وکولی شو دوی آرام کړو. د یو څه وخت لپاره مو وضعیت آرام کړ، خو افسوس. د دوی په زړونو کې ویره کرل شوې ده.»

په اسراییلو کې یوې څیړنې ښودلې، هغه اسراییلي ماشومان چې د غزې سره نږدې د راکټي بريدونو سیمو کې اوسيږي هم د لوړې کچې فشار، تېری او اضطراب تجربه کوي.

ريم حاسنات ارواپوهه: «موږ هڅه کوو چې په غزه کې د وروستۍ جګړې له امله اغیزمنو خلکو ته لومړني رواني خدمات وړاندې کړو. موږ هڅه کوو دوی ته ډاډه ورکړو او کورنیو، میندو، ماشومانو، پلرونو او د هر عمر کسانو ته رواني مرستې چمتو کړو. زموږ د خدماتو لپاره ځانګړی عمر نشته.»

د بې سرحده وروستی برید، چې پنځه ورځې یې دوام وکړ، د اسراييلو د هوايي بريدونو په پيل سره په غزه کې د اسلامي جهاد قوماندانانو پر وړاندې پیل شو.

اسرائیلي چارواکو ادعا کړې وه چې د اسراییلو پر لور له زرو زیات راکټونه توغول شوي دي. په ټولیز ډول په غزه کې د ماشومانو په ګډون ۳۳ فلسطینیان او د وسله والو ډلو شپږ قوماندانان وژل شوي، په داسې حال کې چې یوازې يو اسرائیلي او یو فلسطینی کارکوونکی په اسراییلو کې وژل شوي دي.