افغانستان

سيګار: افغانستان لا هم په نړۍ کې د نشه یي توکو ستر تولیدونکی هېواد دی

کشتزارهای کوکنار در هلمند. عکس از رویترز

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش يا سيګار وايي، افغانستان لا هم په نړۍ کې د نشه یي توکو ستر تولیدونکی هېواد دی.

د سيګار يو راپور چې د نشه یي توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو د دفتر د موندنو پر بنسټ خپور شوی، راغلي چې په ۲۰۲۲ کال کې افغانستان د نړۍ د نشه یي توکو د بازارونو ۸۰ سلنه غوښتنه پوره کړې.

سیګار وايي، د امریکا حکومت په افغانستان کې د نشه يې توکو پر ضد د مبارزې هڅو ته دوام ورکوي.

ديارلس مياشتې وړاندې د طالبانو مشر د يوه فرمان په ترڅ کې په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت، توليد، مصرف او قاچاق بنديز ولګاوه او طالبانو په وار وار د کوکنارو د کښت او د نشه يي توکو د توليد پر ضد خپله مبارزه د يوې مهمې لاسته راوړنې په توګه ياده کړې، خو په دې اړه د سيګار د نوي راپور موندنې د طالبانو د څرګندونو خلاف دي.

سيګار يا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر وايي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان لا هم د نړۍ بازارونو ته د نشه یي توکو ستر عرضه کوونکی هېواد دی.

د سیګار وایی افغانستان له پخوا راهیسې په نړۍ کې د تریاکو تر ټولو لوی صادروونکی هېواد دی چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم افغانستان پرته له کوم بدلون په همدې ځای پاتې دی.

له ٢٨ کلونو راهيسې په افغانستان کې د نشه يي توکو د کښت، ترانزيت او قاچاق اصلي عاملين طالبان دي او يوازې هغه څه چې په دې وروستيو کې د طالبانو په فرمانونو کې راغلي، له عامو خلکو او کروندګرو څخه يې د نشه يي توکو د کرکيلې بازار نيولى او ټول يې طالبانو ته ورکړی.

زموږ د معلوماتو له مخې له ولسوالانو، قوماندانانو، واليانو څخه نیولې تر وزیرانو او مشرانو پورې طالبانو په زیاته اندازه نشه يي توکي د ځان لپاره ذخیره کړي دي.»

د سيګار يو راپور چې د نشه یي توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو د دفتر د موندنو پر بنسټ خپور شوی، راغلي چې په ۲۰۲۲ کال کې افغانستان د نړۍ د نشه یي توکو د بازارونو ۸۰ سلنه غوښتنه پوره کړې.

طالبانو د کوکنارو د کرکيلې پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له نړيوالې ټولنې د مرستې غوښتنه کړې ده. د سیګار په راپور کې راغلي چې د امریکا حکومت په افغانستان کې نشه يي توکو پر ضد د مبارزې هڅو ته دوام ورکوي.

افغانستان له تېرو دوو لسیزو راهیسې په نړۍ کې د تریاکو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد دی او د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د نشه يي توکو ناخالص تولید د ۱.۸ میلیارد او ب۲.۷ میلیارد ډالرو ترمنځ و.

د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر موندنې ښيي چې په افغانستان کې تر ټولو ډېر نشه يي توکي په درېيو کندهار، هلمند او زابل ولايتونو کې چې د طالبانو سیمه ییز مرکزونه بلل کېږي توليديږي.