افغانستان

طالبانو له ملګرو ملتونو غوښتي چې د هغوی استازو ته دې د افغانستان په اړه غونډو کې د ګډون اجازه ورکړي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلي حقاني دا موضوع د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې مطرح کړې ده.

خو د معترضو ښځو غورځنګ له ملګرو ملتونو غواړي، تر هغې چې طالبان د ښځو ازاديو ته درناوی ونه کړي او يو ټول ګډونه حکومت جوړ نه کړي، د طالبانو هېڅ استازي ته دې د ملګرو ملتونو په غونډو کې د ګډون اجازه نه ورکوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني چې د طالبانو یو له خورا ځواکمنو څېرو څخه شمېرل کېږي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې له دغه سازمان غوښتي چې د طالبانو استازو ته دې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له خوا په جوړېدونکو غونډو کې د ګډون اجازه ورکړي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د یکشنبې په ورځ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې، راغلي چې ښاغلي حقاني له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې برخه: “خلیفه صاحب وویل چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په جوړېدونکو غونډو کې دې د اسلامي امارت استازو ته د ګډون اجازه ورکړل شي.”

صديق صدیقي، د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال: «له ملګرو ملتونو څخه د طالبانو دا تمه چې د دوی استازو ته دې په غونډو کې د ګډون اجازه ورکړل شي، یوه بې ځايه تمه ده، د طالبانو ډله یا رژیم هیڅ ولسي او داخلي مشروعیت نه لري او هېڅ بهرنی مشروعیت هم نه لري او تر اوسه کوم هیواد هم په رسميت نه دي پېژندلي.»

طالبان په داسې حال کې له ملګرو ملتونو په غونډو د خپلو استازو د ګډون اجازه غواړي چې نړیوالې ټولنې طالبان په خپلو ژمنو کې په پاتې راتلو تورن کړي.

حامد صبوري، سیاسي فعال: «څلور مهم او اساسي مسایل دي چې کولی شي له طالبانو سره د ملګرو ملتونو، نړيوالو او د سیمې هېوادونو اړیکې تر یوه حده بدلې کړي، لومړۍ مساله بشري حقونه، د ښځو حقونه، هغوی ته د کار او سیاسي فعالیتونو اجازه ورکول دي. تر ټولو مهمه موضوع د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستل دي او په حقیقت کې دا تر ټولو اساسي مسله ده.»

له طالبانو د نړیوالې ټولنې مهمه غوښتنه د یوه ټول ګډونه حکومت جوړول، د بشري حقونو، بیان ازادۍ او د ښځو ټولو آزادیو ته درناوی کول دي.

زرمین پریاني، د معترضو ښځو غورځنګ غړې: «په کوم اساس دوی باید د ملګرو ملتونو په غونډو کې برخه واخلي؟ ایا د صحرايي محاکمو په اساس؟ ایا د میلیونونو میرمنو د زنداني کولو په اساس چې نن ورځ د کور په څلورو دیوالونو کې بندیانې دي؟ او یا د بې ګناه خلکو د وژلو په اساس.»

د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو له کار کولو منع کول د ښځو له حقونو وروستۍ سرغړونه ده او له هغو ارزښتونو څخه سرغړونه ده چې موږ پرې باور لرو او نړیواله ټولنه پرې جوړه شوې ده.

سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې سره په داسې حال کې لیدلي، چې څه باندې دوه میاشتې کېږي، طالبانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو د کار مخه نیولې.

په دې موده کې د دغې ادارې ۳۵۰۰ نارینه او ښځینه کارکوونکي خپلو دفترونو ته نه دي راغلي او ډېری یې له خپلو کورونو کار کوي.