افغانستان

د ملګرو ملتونو د ښځو دفتر د دې سازمان د ښځو پر کار د بندیز له کبله به له نارینه ټیمونو سره کار ونه کړي

د ملګرو ملتونو د ښځو دفتر په یوه بیان کې ویلي چې د طالبانو له خوا د دې سازمان د ښځو پر کار د بندیز له کبله به له نارینه ټیمونو سره کار ونه کړي.

په دې اعلاميه کې راغلي چې له افغانستان پرته د نړۍ په هېڅ ځای کې زموږ د شتون له امله د ملګرو ملتونو ماموريت نه دی ننګول شوى.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې: د ملګرو ملتونو په دفترونو کې له کار کولو د ښځو منع کول د ښځو پر حقونو وروستی تېری دی او د هغو ارزښتونو نقض دی چې موږ پرې باور لرو او نړیواله ټولنه یې پر بنسټ ولاړه ده.

د ملګرو ملتونو د ښځو دفتر زیاته کړه چې د طالبانو فرمان د هغو حکمونو او چلندونو پایله ده چې هدف یې په سیستماتیک ډول له ټولنيز ژونده د افغان ښځو او نجونو لېرې کول دي.

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د ملګرو ملتونو د ښځو دفتر کې ۷۰ سلنه کارکوونکي ښځې او په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ټولو دفترونو ۵ سلنه کارکوونکې ښځې دي او د ملګرو ملتونو ښځينه کارکوونکي د طالبانو د بندیزونو تر اغېز لاندې دي.

د دغې اعلامیې په پای کې راغلي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه د ټولو هغو ښځو د حقونو لپاره مبارزه ده چې په نړۍ کې له ظلم او زياتي سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې مشرې سیما باهوس ویلي وو چې په دې سازمان کې به د ښځو پر ځای نارینه و نه ګمارل شي.

شپږ میاشتې وړاندې طالبانو په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز اعلان کړ، خو د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکو په دغه سازمان کې د کار کولو اجازه لرله.

خو دوه میاشتې وړاندې طالبانو د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار کولو هم بندیز ولګاوه.

د ملګرو ملتونو د ښځو دفتر وايي، په ملګرو ملتونو کې د ښځو پر کار کولو له بندیز وروسته د دفتر ټول نارینه او ښځینه کارکوونکي له کوره کار کوي.