افغانستان

کونړ کې د سالار کانال د پاک کارۍ چارې پیل شوې

دغه کانال چې د مرکز اسداباد شګۍ له سیمې سرچینه اخلي او تر نرنګ ولسوالۍ پورې رسېږي ۴۰ زره جریبه ځمکه ترې خړوبېږي.

یاد کانال چې د تیرو پنځلسو کلونو راهیسي د خاورو او تیګو څخه ډک شوی وو اوبه پکي په سم ډول نه تیریدلي . چي اوس يې د پاک کارۍ چاري پیل شوي او تر ۴۰۰ دهقانانو ته پکي د کار زمینه هم برابره شوي ده .

د ویلو ده چې د سالار کانال په کال ۱۹۱۹ع   کې د وخت د پاچا امیر امان الله خان له لوري جوړ شوی وو چې د مرکز اسداباد او نرنګ ولسوالۍ د بزګرانو ځمکي يي خړوبولي

دلته ګڼ راټول خلک د مرکز اسداباد او نرنګ ولسوالیو بزګران دي . دوۍ د سالار کانال د پاک کارۍ په چارو بوخت دي

ددي خلکو هیله مندي داده چې که دغه کانال پاک کړل شي نو ځمکو ته به يي اوبه ورسیږي او ښه حاصلات به لاسته راوړي.

دسالار کانال چې د تیرو۱۵ کلونو راهیسي د خاورو او تیګو څخه ډک شوی وواو اوبه پکي په سم ډول ځمکو ته نه رسیدلي چې زیاتره فصلونه به د تندي له امله له منځه تلل .

دهقانان وايي دکونړ دکرني او مالدارۍ ریاست له لوري  دوۍ ته د کار په بدل کې د ورځي لس کیلو غنم ورکول کیږي او دوۍ دکانال د پاک کارۍ چاري مخته وړي.

قومي مشر محمد غفار آمو ټلویزیون ته وویل « پدي کانال به ګڼي ځمکي خړوبیدلي چې دهقانانو به تري ښه حاصل لاسته راوړو خو اوس هغه ابادي ځمکي ددي کانال د خرابوالي له امله شاړي ګرځیدلي وي . اوس چې يي بیا د پاکارۍ او رغیدو چاري پیل شوي خو دهقانان هم پري خوښ دي .»

محیب الله بل هغه دهقان دی چې دی هم پدی کانال کې کار کوي هغه وایي« ددي کانال په بیارغیدو او پاکیدو خوښ یو دا به زمونږ لپاره دوه ګټي وکړي یوه دا چې زمونږ ځمکو ته به اوبه پروخت ورسیږي او بله ده چې مونږ ته د کار په بدل کې غنم راکول کیږي هر کاریګر ته د ورځي لس کیلو غنم ورکول کیږي . چې دا یوه ښه چاره ده »

بل لورته دهقانان وايي یواځي داسداباد او نرنګ ولسوالۍ ځمکي ندي چې د وچ کالۍ سره مخ دي .

ددي ولایت په نورو ډیری سیمو کې د سربندونو . کانالونو او ویالو نه شتون ګڼی حاصل ورکوونکي ځمکي شاړي ګرځولي دي .

دوۍ د طالبانو اداري غوښتنه کوي چې دغه ستونزي دي حل او خلکو ته دي د کار زمینه برابره کړي.

سبحان الله بل یو دهقان دی هغه آمو ټلویزیون ته وویل « په کونړ کې ډیری حاصل ورکوونکي ځمکي شته چې د سربندونو او کانالونو د نه شتون له امله شاړي ګرځیدلي دي که حکومت دغه ځمکو لپاره دشته ستونزي د حل غم  وخوري نو لري نده چې په کونړ کې به ډیری ځمکي ښه خاصلات ورکړي موجوده حکومت دي برخه کې لازم اقدامات وکړي»

د سالار کانال په کال ۱۹۱۹ ع کې د وخت د پاچا امر امان الله خان په خت کې جوړ شوی وو چې . دمرکز اسداباد سربیره د نرنګ ولسوالۍ ۴۰ زره جریبه ځمکي د خړوبولو ظرفیت لري .

دي ولایت کې دغه ډول ډیری کانالونه شته چې د حکومت د نه پاملرني له امله د خاورو او تیګو څخه ډک شوي او له امله يي په زرګونه جریبه ځمکي د اوبو د نشتون سره مخ کړي دي.