سوداګري

د هوايي بار خدماتو یوه شرکت په کابل هوایي ډګر کې خپل کار پيل کړ

د «مفید ګروپ» په نوم یوه کورني شرکت د شنبې په ورځ د سوداګریزو توکو د هوايي ترانسپورت خدماتو دفتر په پرانیستو سره خپل کار پیل کړ.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ویلي چې دا د طالبانو تر واک لاندې یوه کورنۍ شرکت لومړنی اقدام دی چې دا ډول نوښت ترسره کوي.

د دغه خصوصي شرکت مسوولینو ویلي چې دوی ټولې نړۍ ته د توکو د لېږد خدمات وړاندې کوي. دغه شرکت په آزمویښتي پړاو کې د شنبې په ورځ اتلس ټنه وارداتي توکي هېواد ته راولېږدول.

د مفید ګروپ استازي عبدالکریم عارفي وویل: «زموږ خدمات، د توکو لېږد رالېږد د پانګه‌والو لپاره آسانه کوي.»

له بلې خوا، طالب چارواکو چې د کابل په هوايي ډګر کې یې د بار لېږدولو خدماتو په پرانیستونکو مراسمو کې ګډون کړی و، وویل چې په هېواد کې به د پانګونې د ښه والي لپاره له هر ډول هڅو ملاتړ وکړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وویل: «موږ په اوسني وخت کې د کام ایر او آریانا په نومونو دوه پیاوړي هوايي شرکتونه لرو، خو د دوی خدمات په تېره بیا د توکو د لېږد په برخه کې بسنه نه کوي.»

اخوا، سوداګرو د هوا له لارې د توکو لېږد په هېواد کې د صادراتو او وارداتو لپاره یوه غوره لار بللې ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یاسین وویل: «په اوسنیو شرایطو کې هوايي ترانسپورت د افغانستان لپاره ډېر مهم دی.»

له دې مخکې، د هوايي بار وړلو خدمات په هېواد کې د بېلابېلو هوايي شرکتونو له خوا ترسره کېدل، خو طالب چارواکو ویلي چې دا شرکت «لومړنی شرکت» دی چې یوازې د توکو د لېږد رالېږد په برخه کې کار کوي.