افغانستان

د قطر لومړي وزیر افغانستان ته په سفر کې له طالب چارواکو سره وکتل

د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د جمعې په ورځ په کندهار کې د طالبانو له رییس الوزرا ملامحمد حسن آخوند سره وکتل او د دوه اړخیزو اړیکو د پياوړتیا په اړه یې خبرې اترې وکړې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه په یوه ټویټ کې ویلي چې د قطر لومړي وزیر په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پياوړتیا او باور کچې د لوړولو په اړه خبرې اترې وکړې.

مجاهد زیاته کړې چې دواړو لوریو همداراز د پوهنې، روغتیا او اقتصادي برخو کې د عملي همکاریو په هکله خبرې اترې وکړې.

ویل کېږي چې د قطر لومړي وزیر همدارنګه د هېواد له پخواني ولسمشر حامدکرزي او د سولې د عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره هم کتلي دي.

نوموړي په افغانستان کې ټول لوري ملي پخلاینې ته هڅولي دي.

دا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د یوه عربي هېواد د تر ټولو لوړپوړي چارواکي لومړنی سفر دی.

قطر له هغو هېوادونو څخه دی چې پر طالبانو تر ټولو زیات نفوذ لري.

دغه هېواد په افغانستان کې مخکیني نظام له سقوط وروسته د بهرنیانو د وتلو په بهیر کې مرسته کړې ده.

قطر همداراز، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو کوربه و چې اتلس میاشتې یې دوام وکړ.