افغانستان

د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ پروړاندې مبارزې په برخه کې له چین سره د طالبانو د همکارۍ لیکلې ژمنه

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین د پنجشنبې په ورځ وویل، چې طالبانو بیجینګ ته په لیکلې بڼه ژمنه ورکړې چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ پر ضد مبارزه کې به له دغه هېواد سره همکاري کوي.

ښاغلي وانګ د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرواترو د پنځم پړاو د ګډې اعلامیې په اړه د وینا پر مهال په طالبانو غږ وکړ، چې د ختیځ ترکستان له غورځنګ سره د مبارزې لپاره «دې کوټلي ګامونه» پورته کړي.

دا خبرې څو ورځې وړاندې په اسلام‌اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري، د چین د بهرنیو چارو وزیر شین ګانګ او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ترمنځ شوې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین څرګنده کړه: «دا په نوي پړاو کې د درېیو هېوادونو ترمنځ د ښه ګاونډيتوب او عملي همکارۍ دوام په برخه کې ډېرې اسانتياوې راولي، د افغانستان د سياسي موضوع په هوارولو کې مرسته کوي او نړيوالې ټولنې ته په افغانستان کې د وضعيت‌ د ارامه کولو او له دغه هېواد سره د مرستې لارښوونه کوي.»

هغه همداراز ټینګار وکړ، چې ټول لوري د سیاسي، پراختیایي، امنیتي او ګډو همکاریو په اړه هم هوکړې ته رسېدلي دي.

په همدې حال کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، طالبانو بیجنګ ته ليکلې ژمنه ورکړې چې د ختیځ ترکستان غورځنګ پروړاندې به مبارزه کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین جوته کړه: «دا لومړی څو اړخیز سند دی، چې د افغانستان سرپرست حکومت پکې برخه اخیستې. د ترهګريزو کړنو او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په څېر د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د نه زغملو په اړه د طالبانو لومړنۍ ليکلې ژمنه ده، چې دا د چين او افغانستان ترمنځ په اړيکو کې ستر پرمختګ او په سيمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د همکارۍ په مانا ده.»

وانګ همداراز زياته کړه، چين هيله لري چې طالبان د ثابتو اقداماتو له لارې نړيوال تفاهم او باور ترلاسه او له خپلو ګاونډيانو سره د اړيکو د پراختيا او په نړيواله ټولنه کې د طالبانو د يو ځای کېدو لپاره شرايط رامنځته کړي.

له بل لوري بیا طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.