نړۍ

درې لنډ نړیوال خبرونه

د اسراییلو له‌خوا د غزې پر سویلي سیمو د بمبارۍ دوام، د واکراین د غَلو د لېږد تړون د غځولو لپاره د کرملین شین څراغ  ښودل او په سوډان کې د ثبات د رامنځته کولو لپاره د افریقايي هېوادونو غوښتنه په دې خبري ټولګه کې ولولئ.

د اسراییلو له خوا د غزې پر سویلي سیمو د بمبارۍ دوام

د پنجشنبې په سهار د غزې پر سویلي سیمو د اسراییلي ځواکونو د بمبارۍ له امله، د فلسطین د اسلامي جهاد د توغندي ویشتلو قطعې مشر علي غالي او د دې غورځنګ دوه نور غړي ووژل شول.

د چهارشنبې په ورځ اسراییلي ځواکونو د غزې پر ځینو برخو هوايي برید وکړ چې له امله یې د اسلامی جهاد غورځنګ درې لوړپوړي قوماندانان او یو شمېر ملکي وګړي ووژل شول.

له هغې وروسته اسلامي جهاد غورځنګ پر اسراییلو سلګونه توغندي وويشتل.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي چې پر اسراییلو یې څه د پاسه ۴۰۰ توغندي ویشلي چې له څلورو یوه برخه یې د ننه په غزه کې لګېدلي دي.

د اوکراین د غَلو د تړون غځولو لپاره د کرملین شین څراغ ښودل

کرملین د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اړتیا په صورت کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د تور سمندر له لارې د اوکراین د غَلو تړون د غځولو په اړه خبرې اترې کولای شي.

روسیې ویلي چې دا تړون به د مې له اتلسمې زیات ونه غځوي، خو یوازې په هغه صورت کې به دا کار وکړي چې د مسکو د غَلو او سرې صادراتو په وړاندې خنډونه لیرې شي.

روسیې او اوکراین د تېر کال په جولای میاشت کې د ملګروملتونو او ترکیې په منځګړیتوب پر اوکراین د روسیې له برید وروسته د نړۍ د خوړو له ناورین سره د مقابلې په موخه د تور سمندر له لارې د صادراتو هوکړه لاسلیک کړه.

په سوډان کې د آرامۍ د رامنځته کولو لپاره د افریقايي هېوادونو غوښتنه

د ملګروملتونو د بشري حقونو څانګې رییس هفولکرتُرک د پنجشنبې په ورځ له افریقايي هېوادونو وغوښتل چې په سوډان کې د جګړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړي.

ښاغلي تُرک وویل چې ښکېلو لوریو نړیوال بشردوستانه قوانین تر پښو لاندې کړي دي.

له بلې خوا، د بریتانیا او امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونو د پنجشنبې په ورځ د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو شورا په بیړنۍ ناسته کې هم د ښکېلو لوریو د ارزونې او ځواب ویلو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د سوډان پوځ او د دې هېواد د چټک غبرګون ځواکونو د اپرېل په ۱۵مه نېټه نښتې پيل کړې چې تراوسه یې له امله سلګونه تنه مړه، زرګونه نور ټپیان او لسګونه زره هم بې ځایه شوي دي.