افغانستان

نیکلاسن: په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت سخت د اندېښنې وړ دی

EU speical envoy for Afghanistan, Tomas Niklasson.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي توماس نېکلاسن افغانستان ته له خپل پنځه ورځني سفره وروسته چې سه شنبې د مې میاشتې به نهمه پای ته ورسېد په یوه بیانیه کې ویلي، چې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل او په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بنديز د اندېښنې وړ دي.

افغانستان ته په سفر کې یې د یوناما، د ملګروملتونو د آژانسونو له استازو، دیپلوماتانو، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د طالبانو د استخباراتو له رییس، په بهرنیو چارو وزارت کې له طالب چارواکو او همداراز د مدني ټولنې، قومي لږکیو بشري حقونو له استازو سره کتنه او خبرې کړې دي.

هغه وویل: «د روان کال په مارچ میاشت کې طالبانو افغان مېرمنې د ملګروملتونو په دفترونو کې له کاره منع کړې چې دې چارې د یوناما لپاره ننګونې رامنځته کړې دي.»

د اروپايي ټولنې استازي ویلي، چې افغانستان کې د یوناما د ښځینه کارکوونکو د کار پر دوام محدودیت د دغه سازمان له خوا له افغانانو سره د لازمو مرستو په وړاندې خنډ جوړوي. د هغه په وينا په يوناما کې د ښځو پر کار بنديز د ملګرو ملتونو د اصولو څو مادې تر پښو لاندې کوي.

بشردوستانه وضعیت

هغه وویل چې په افغانستان کې بشردوستانه وضعیت لاهم کړکېچن دی او څه د پاسه ۲۸ میلیونه زیانمن وګړي بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

هغه همدارنګه له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره دغه بندیزونه لېرې کړي.

نیکلاسن وویل چې ۴،۶ میلیارد ډالرو ته د ملګروملتونو بشردوستانه غوښتنه چې په نړۍ کې تر ټولو لویه غوښتنه ده، یوازې د ۷،۲ سلنې د پوښښ لپاره یې ژمنه ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې له افغانستان وروسته د څلورو نورو لویو غوښتنو لپاره ژمنې ترلاسه کړې چې کابو شل سلنه تر پوښښ لاندې راولي.

نوموړي زیاته کړه: «له بدغه مرغه په نادولتي موسسو کې د افغان مېرمنو د کار د مخنیوي پرېکړه لا هم پرخپل ځای ده، دا چاره اساسي اصول له ستونزو سره مخ کوي او بیړنۍ پایلې لري، ځکه د دغو سازمانونو له خوا حیاتي مرستې اړمنو ښځو او ماشومانو ته نه شي رسېدای.»

نوموړي زیاته کړه، د طالبانو د پرېکړو له امله، په افغانستان کې نجونې او ښځې ښوونځیو او پوهنتون ته له تل منع دي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې ډېری هلکان هم لومړنیو زده کړو ته په ډول ډول لاملونو لاسرسی نه لري.

موسمي بدلونونه

نیکلاسن وایي چې هغه همداراز د مې میاشتې په اوومه په افغانستان کې د موسمي بدلونونو په اړه په ګردي مېز کې ګډون وکړ چې د اروپايي ټولنې د پلاوي له خوا یې پلانونه شوې وه.

نوموړي په دې خبرپاڼه کې د طالبانو د عمومي بخښنې د پرېکړې هرکلی کړی خو ویلي یې دي، چې کره راپورونه او له افغانانو سره د دوی خبرې اترې دا ښودنه کوي، چې د طالبانو له خوا دا عمومي بخښنه نه ده عملي شوې.

هغه وویل، افغانستان د نړۍ داسې هېواد دی چې د موسمي بدلونونو له امله زیات زیانمنېږي او دغه هېواد ته لويې ننګونې رامنځته کوي ځکه د افغانستان ۶۱ سلنه ځمکه د کرنیزو چارو لپاره کارول کېږي، د افغانستان د خلکو د اقتصاد زیاته برخه په کرنې پورې تړاو لري.