نړۍ

د فرانسې خبري آژانس یو خبریال په اوکراین کې ووژل شو

د فرانسې خبري آژانس د یوه ټویټ په خپرولو د اوکراین په ختیځ کې د خپل ویډیويي خبریال آرمان سولدین د وژل کېدو خبر ورکړ.

دغه خبري آژانس د سولدین د وژل کېدو لامل د ګراد توغندي ویشتل بللي دي.

د فرانسې خبري آژانس ددغه خبریال له کورنۍ او خپلوانو سره د همدردۍ په څرګندولو سره لیکلي چې سولدین ددې خبري آژانس له څلورو نورو خبریالانو سره له اوکرایني سرتېرو سره وو، خو نورو خبریالانو ته زیان نه دی رسېدلی.

د فرانسې خبري آژانس زیاته کړې چې دا برید باخموت ښار ته څېرمه ترسره شوی چې له تېرو څو میاشتې راهیسې د نښتو مرکز دی.